1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانکفورت موزيم کي «تر ټولو پراخه پروژه»

۱۳۹۶ آذر ۵, یکشنبه

د فرانکفورت د عصري هنر په موزيم کې عکسونه، مجسمې او ويډيوګانې نندارې ته ايښوول شوي دي. دغه اثار د نړۍ له درېو لويو وچو څخه راځي، چې شباهت او توپيرونه دواړه پکې ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/2oH8H
Frankfurt -  Museum MMK2 eröffnet mit Kunst von Rosemarie Trockel
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

يو موټر په دېوال پورې ځړيږي. دا هغسې يو سپين سپورټي موټر دی چې په ۱۹۵۰ مو او ۱۹۶۰مو کلونو کې يې ډېر محبوبيت لاره. شيشه يې ماته ده، سرپوښ هم نه لري او دروازې يې کږې او پرانيستې دي.

دا موټر داسې ښکاري لکه چاودنه چې پکې شوې وي، چې په رښتيا همداسې ده. فرانسوي هنرمند آرمان پير فرناندېس دغه موټر په ۱۹۶۲ م کال کې په هوا الوځولی وو. په ۱۹۶۰مو کلونو کې ډېرو هنرمندانو د شيانو په ويجاړولو لاس پورې کړی وو.

دا د تاوتريخوالي ډک هغه عصر ته د دوی غبرګون و چې د ويتنام جنګ پکې حاکم و او له اتومي جګړې څخه وېره پکې خپره وه. د لاتينې امريکا هنرمندانو په دې ترتيب د خپلې وچې د کړکېچونو او پوځي ديکتاتوريو تجربې هم په اثارو بدل کړل. د آلمان په فرانکفورت کې د عصري هنر موزيم د اروپا، شمالي او جنوبي امريکا هنري اثار په درو پوړونو کې نندارې ته وړاندې کوي. د دغه نندارتون عنوان دی «د دوو نړيو کيسه».

«تر ټولو پراخه پروژه»

د فرانکفورت د عصري هنر د موزيم سرپرست مدير، پېتر ګورشلويتر، وايي چې «دا د عصري هنر د موزيم په تاريخ کې يوه تر ټولو پراخه پروژه ده.»

پر معلوماتي لوحو باندې د مشهورو هنرمندانو نومونه راغلي دي لکه ايف کلاين او آندي وارهول. د آلمان کتلوري بنسټ له دغه نندارتون سره مالي مرسته کوي چې د نومبر له ۲۵مې څخه د راتلونکي کال د اپريل تر دويمې نېټې پورې دوام کوي.

ډېر شمېر اثار په بوېنوس آيرس کې د عصري هنر له موزيم څخه د موقت له پاره راوړل شوي دي. دغه نندارتون به وروسته له دې د ارجنټاين به پلازمېنه کې هم جوړ شي. د فرانکفورت د عصري هنر د موزيم په يوه اتاق کې اُومې هګۍ پر مځکه باندې پرتې دي. خاوير ويلا، چې د بوېنوس آيرس د موزيم سرپرست دی، وايي چې «سړی بايد پام وکړي. که پل غلط کښېږدئ، نو د چا ژوند به متضرره شي.»

دغه هنري اثر د ده په خبره د شکنجې او ترهګرۍ په فضا کې د انسان نازک وجود ته اشاره ده. که په يوه پوځي ديکتاتوري کې څوک کومه غلطه خبره وکړي، کېدای شي ژوند ته د ګواښ په بيه تمام شي.

هنرمندې، آنا ماريا مايولينو له ريو دې ژانېرو څخه د هګيو دغه ترکيب جوړ کړی دی چې عنوان يې «اينترې ويداس» دی، يعنې د ژوندونو تر منځ. نور اثار بيا داسې نازک او عاطفي نه دي، لکه د ارجنټايني هنرمند، ريکاردو کارېيره اثر چې له ټينګ سره رنګ څخه يې د وينې يو ډنډ جوړ کړی دی.

مشترکات

کلاوس ګويرنر چې د فرانکفورت د عصري هنر د موزيم د دغه نندارتون سرپرست دی، وايي: «هنر ته هغه هنرمندان مخه کوي چې له نظام سره مخالفت لري، لکه مثلا په يوه ديکتاتوري کې.»

طبيعي خبره ده چې د اروپا، شمالي او جنوبي امريکا د هنرمندانو تر منځ مشترکات هم وجود لري، نه یوازې په دې کې چې څنګه تشدد او زورواکۍ ته جواب وايي. په يوه خونه کې د روي ليشتن شتاين، آندي وارهول، ګېرهارد ريشتر او کېنېټ کېمبل داسې اثار نندارې ته وړاندې شوي دي چې پکې دغو څلورو هنرمندانو د بُرس په واسطه کښل شوې کرښې څېړلې دي او تجربې يې ورسره کړې دي.

د درو لويو وچو تر منځ د متقابلو تاثيراتو يوه ښه بېلګه لوسيو فوتانا دی. هغه په ارجنټاين کې زېږېدلی دی، بيا يې اروپا ته مخه کړې او وروسته بيا لاتينې امريکا ته ستون شوی دی. هغه په اروپا کې خپل تر ټولو مهم اثار رامنځ ته کړي دي. يو اثر يې داسې يوه تابلو ده چې سورۍ سورۍ ده. هغه داسې ايسي لکه چې چا ډزې ورباندې کړې وي.