1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فلوجه کې ډله ییز قبر موندل شوی

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۷, دوشنبه

عراقي ځواکونو د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش تر ولکې لاندې، فلوجه ښار کلابند کړی دی. ملکي کسان له دغه ښاره وتل غواړي خو ډیری یې د دغې هڅې پر مهال وژل کیږي. عراقي ځواکونو اوس یو ډله ییز قبر موندلی.

https://p.dw.com/p/1J13Y
Irak Falludscha Regierungssoldat vor der Stadt
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Alleruzzo

دوه ورځې وړاندې عراقي ځواکونو له افراطي ډلې «اسلامي دولت» څخه د سقلاویه سیمه بیرته ونیوله. عراقي ځواکونو اوس په دغه سیمه کې یو ډله ییز قبر موندلی دی چې د اټکلونو له مخې به په کې ۴۰۰ جسدونه وي. د انبار ولایت د پولیسو یوه جگپوړي چارواکي ویلي دي چې امنیتي ځواکونو هغه مهال دغه ډله ییز قبر وموند چې د سقلاویه تر نیولو وروسته یې ځمکني ماینونه له منځه وړل.

د جاسوسۍ یا مخالفت له کبله وژل

د رپوټونو له مخې زیاتره جسدونه د عراقي عسکرو دي، خو په هغې کې ځیني ملکي کسان هم شته. تر دې مهاله د موجودو معلوماتو له مخې زیاتره قربانیان په سر کې ويشتل شوي دي. داسې شک کیږي چې د داعش پولیس د دغو وژنو مسوولیت پر غاړه ولري.

د انبار ولایتي شورا یوه غړي راجیح برکت د دغه ډله ییز قبر د موندلو پخلی کړی او ویلي یې دي: «داعش د ۲۰۱۴م کال په پای او د ۲۰۱۵م کال په پیل کې د پوځ ډیر شمیر غړي او همداشان ملکیان په دغه سیمه کې اعدام کړي دي.» د هغه په خبره په دغه ډله ییز قبر کې د ملکیانو جسدونه هم شته چې د داعش له لوري «د جاسوسۍ او یا هم د هغوی له مقرراتو څخه د سرغړونې له کبله» اعدام شوي دي.

د فلوجه ښار د ۲۰۱۴م کال په جنورۍ میاشتې کې د داعش د جنگیالیو له لوري ونیول شو. عراقي ځواکونو دوه اوونۍ تر مخه د دغه ښار د بیرته نیولو له پاره تعرضي پوځي عملیات پیل کړي دي. د عراق پوځ د امریکا متحدو ایالاتو د هوایي ځواک او شیعه ملیشو له ملاتړ څخه برخمن دی.

د سیند له لارې مرگوني تیښته

ویل کیږي چې شا او خوا ۵۰۰۰۰ ملکیان په فلوجه ښار کې بند پاتې دي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو او طبي خدماتو ته ډیر کم لاس رسی شته. د ښار له کلابندۍ وروسته ملکي کسان د تيښتې هڅه کوي. د رسمي ارقامو له مخې تر اوسه څلورو کسانو د الفرات سیند څخه د تیریدو د هڅې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دي او لا هم نور نهه تنه لادرکه دي.

د دغه ښار د شورا مشر شاکر الایساوي، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي دا چې خلک له الفرات سیند څخه تیر شي نو د لامبو له پاره له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي: «هغوی له خالي یخچالونو، د لرگیو له آلماریو او خالي بشکو څخه استفاده کوي چې جاله ترې جوړه کړي او تر سیند تیر شي.»

ویل شوي دي چې د ښار په سویلي برخه کې د سیند پلنوالی له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ مترو پورې رسیږي. د الایساوي په خبره تر اوسه له ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ د سیند له لارې تښتیدلي دي.

د مهاجرو له پاره نارویژۍ شورا، چې د فلوجه ښار ته څیرمه د مهاجرو څو کمپونه چلوي ویلي دي چې داعش پر هغو ملکي کسانو باندې ډزې کوي چې د سیند له لارې تیښته کوي. د یوه پولیس د وینا له مخې پر لاره باندې انفجاري توکي هم ځای پر ځای شوي دي.

د عراق د حکومت د ویاند د څرگندونو له مخې ښایي فلوجه په څو ورځو کې آزاد. هغه د ملکي کسانو پر ساتنه باندې هم ټینګار کړی دی: «د ملکي کسانو خوندیتوب موږ ته لومړیتوب لري.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب