1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کي پر يوه کور بريد ۱۱ کسان وژلي دي

۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

د لغمان چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې پر یوه کور نامالومو کسانو لاسي بمونه غورځولي، چې په پایله کې یې د دغې کورنۍ لس کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2Xsl5
Karte Afghanistan Provinz Laghman Englisch
انځور: DW

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک دویچه ویله ته وویل، دغه پېښه د بادپښ ولسوالۍ په مروت کڅ کې شوې، چې په وژل شويو او ټپیانو کې مېرمنې او کوچنیان هم شامل دي.

ځواک وايي، د دغې پېښې دوه ټپیان د مرکز مهترلام روغتون او دوه نور د ننګرهار عامې روغتیا روغتون د درملنې په موخه لېږل شوي.

د لغمان د ولایتیي روغتون رئیس ډاکټر عطاالله نیازی بیا وايي، له یادې پېښې روغتون ته پنځه ټپیان وروړل شوي، چې د درو ټپیانو د روغتیايي حالت د نازکوالي په خاطر یې د جلال اباد حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږلي دي.

هغه وايي، د مهترلام په روغتون کې د پاتو دوو ټپیانو حالت هم ښه نه دی.

د ننګرهار د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسئول انعام الله میاخېل دویچه ویلې ته وویل: «له لغمانه د جلال اباد حوزوي روغتون ته د راوړل شوو ټپیانو له ډلې یوه یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.»

تر اوسه د دغې پېښې علت نه دی مالوم او نه يې هم کومې وسله والي ډلي مسئولیت منلی، خو د لغمان چارواکي وايي، د دغې پېښې د عاملینو د پیداکولو او نیولو په لټه کي دي.

په دې وروستیو کې د لغمان امنیتي حالت نسبتآ خراب شوی.ځايي اوسېدونکي وايي، پر ولسوالیو سربيره په مرکز مهترلام کې هم د وسله والو ویره شته او خلک په ډاډه زړه ژوند نه شي کولای.