1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لمريز نظام کښې ځمکې ته ورته یوې سیارې کشف

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۴, پنجشنبه

لمريز نظام ته نږدې، د ځمکې په شان یوه بله سیاره کشف شوه چې پر یوه ستوري راڅرخي. ساینس پوهان فکر کوي چې په دې سیاره کښې به د ژوند امکانات وي.

https://p.dw.com/p/1Jpco
انځور: picture-alliance/dpa/ESO/M. Kornmesser

د چهارشنبې په ورځ د نیچر یا طبیعت تر نامه لاندې په یوه مجله کښې ساینس پوهانو یو رپوټ خپور کړ، چې پکښې د «پروکسیمابی» سیارې چې ځمکې ته ورته والی لري، د کشف خبر ورکړل شوی دی.

د دې رپوټ پر اساس، پروکسیمابی له ځمکې څخه کابو څلور نوري کاله فاصله لري. دغه سیاره د «پروکسیما قنطورس» ستوري پر مدار راڅرخي چې لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی.

د بریتانوي ساینس پوهانو په مشرتوب د ساینس پوهانو یوې ډلې وکولای شول چې دغه سیاره کشف کړي. هغوی وکولای شول چې د «پروکسیما بي» سیارې د روڼا د تغیر له کبله دغه سیاره کشف کړي.

بله ځمکه؟

ساینس پوهانو ویلي دي، له دې امله چې «پروکسیما بي» تر لمر کمزورې ده، دا امکان لري چې د کایناتو په دې برخه کښې ژوند امکان ولري، ځکه دا به نه ډیر ګرم وي او نه ډیر سوړ.

سربیره پر دې، ساینس پوهانو ویلي دي چې په «پروکسیما بي» سیاره کښې د ژوند کولو امکانات د هغه په اتموسفیر پوري اړه لري. د فرانسې خبري اژانس د راپور پر اساس، د دې علمي لیکني لیکونکي انسګار راینر ویلي دي چې دا امکان لري چې دغه نوی کشف شوې سیاره به یا د ځمکې او یا د زهرې په شان اتموسفیر ولري او یا به یې هیڅ و نه لري.

د۳۵۰۰هغو سیارو له ډلې څخه چې بې له لمريز نظامه پر نورو ستورو راڅرخي، «پروکسیما بي» یوازنۍ سیاره ده چې په راتلونکې کښې به په هوایي ماموریتونو کې ورته لاس رسی وموندل شي.