1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لومړي ځل د افغانستان تيل بازار ته وړاندي کيږي

۱۳۸۹ شهریور ۴, پنجشنبه

د شمالي ولايت سرپل د انګوت په سيمه کي د تيلو د څلورو څاګانو څخه سرونه پورته او د استجراج د پروسې پرانستنه يې وسوه.

https://p.dw.com/p/Owr0
«د دغو څاگانو څخه به په ۲۴ ساعته کي ۸۰۰ بيرله تيل را ايستل کيږي»
«د دغو څاگانو څخه به په ۲۴ ساعته کي ۸۰۰ بيرله تيل را ايستل کيږي»انځور: dpa - Bildfunk

د کانونو وزير وحيدالله شهراني د څاګانو د پرانيستني د مراسمو پر مهال وويل چي، افغانستان د لومړي ځل لپاره د تيلو په استخراج پيل وکړ او اوس به د بهرنيو ملکونو د تيلو تر څنګ افغان تيل هم کورنيو بازارونو ته لاره ومومي.

په تيرو څو کلونو کي د افغانستان له نفتي کانونو څخه هيڅ راز ګټه نه اخيستل کيده.

جنګ ځپلی افغانستان د کانونو په برخه کي د سيمي په کچه د بډايه هيوادونو په کتار کي راځي.

د کانونو وزارت وياند جواد عمر وويل چي، د دغو څاګانو سرونه پرانيستل کيږي چي افغان دولت هڅه کوي يو شمير نفتي زيرمي داوطلبۍ ته وړاندي کړي.

سرپل د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلي څخه دی چي، ويل کيږي د ګازو او تيلو ډير کانونه پکښي شتون لري خو تر اوسه پوري ګټه نده ځني اخيستل سوې.

د تيلو دد غو څلورو څاګانو څخه چي نن يې په رسمي ډول سرونه د استخراج دپاره څني پورته سول په څو راتلونکو ورځو کي به يې تيل بازار ته وړاندي سي.

د وزارت وياند عمرآلمان ږغ ته وويل چي له دغو څاگانو څخه په ۲۴ ساعته کي۸۰۰ بيرله اوومه تيل ايستل کيږي او د پروګرام سره سم به په څو راتلوونکو ورځو کي تر تصفيې او پروسس وروسته د لومړی ځل لپار بازار ته وړاندي سي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي چي افغانان د سرو زرو پر کټ وږي بيديږي.

افغانستان چي، ډيری وګړي يې د بې وزلۍ تر کرښي لاندي ژوند کوي، کولای سي چي د کانونو د را ايستلو له لاري خپلي ډيري اقتصادي ستونزي هواري کړي.

دا په داسي حال کي ده چي دوې اونۍ دمخه د کانونو وزارت خبر ورکړ چي، د شبرغان او مزاشريف تر منځ يې هم د تيلو يو شمير زيرمي موندلي چي پکښي په مليونونو بيرله تيل موجود دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان ويره لري چي، که چيري د ملک په شمال کي د تيلو د استخراج پروژې پيل سي نو امکان يې سته چي، اقتصادي مافيا دغو سيموته لاره ومومي او هغه محلات چي پکي کانونه موندل شوي او نسبتاً له امن څخه ډک دي د نا امنۍ په دګر بدل سي

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل