1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوگر او پکتيا کي پسرلني عمليات پيل سول

۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

په کابل، لوگر، ننگرهار او پکتيا کي تر ځانمرگو او وسله والو بريدونو وروسته افغان امنيتي چارواکي وايي، چي په لوگر او پکتيا ولايتونو کي ئې چاڼيزعمليات پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/14f2m
انځور: AP

په سويل ختيځ زون کي د ٢٠٣تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالخالق د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې يوې خبري ناستي ته وويل، چي د پکتيا په څلورو او د لوګر په دوو ولسواليو کې ئې د ميوند په نوم نوي پسرلني عمليات پيل کړي دي او دا عمليات به نورو سیمو ته هم وغځول سي.

نوموړى وايي، په لومړيو کي ئې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د وسلو يو ډيپو هم تر لاسه کړی دئ او دغه راز پنځه تنه وسله وال ئې وژلي دي او څلور تنه نور ئې په ټپي حالت کې نيولي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالخالق د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د ګواښ په ځواب کې د پوره چمتوالي خبردارى ورکوي.

هغه وايي، چې د پسرلي په پيل سره د دوى پلان دا دئ، چي د پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو په هغه سرحدي ولسواليو کي خپل تمرکز او عمليات زيات کړي، چې د ګاونډي هيواد پاکستان سره په پوله کي پرتې دي:

«موږغواړو، چي د سويل ختيځ زون په دريو ولايتونو کي هغه سيمي ټېنګي کړو، چي د ډيورېنډ پولي ته څېرمه پرتې دي، هلته به تازه عمليات کيږي او د ځواکونو شمېر په زياتيږي.»

دا په داسي حال کي ده، چې وسله والو طالبانو څو ورځي وړاندي ګواښ وکړ، چي د افغانستان په بېلابېل سيمو کي به پسرلني عمليات پيل کړي، چي په همدې لړ کي ئې وړمه ورځ په پلازمېنه کابل او د هيواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې پر دولتي مرکزونو هم مهاله وسله وال ځانمرګي بريدونه ترسره کړل.

په کابل کي دغه بريدونه چي پړه ئې طالبانو پرغاړه اخيستې ده په دې وتوانېدل، چي د افغانستان د پارلمان ودانۍ او په وزير اکبرخان مېنه کي يو شمېر سفارتونه او ناټو مرکز تر بريد لاندي راوستئ.

اوس داسي پوښتني راپورته سوي، چي ايا د کابل بريدونه د افغان حکومت او ناټو ځواکونو کمزوري وښووله او که پياوړتيا؟

ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ د (۲۰۱۲ کال د اپريل ۱۶) وويل، چي د کابل بريدونو د دولت د استخباراتو کمزوري وښودله.

کرزي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي:«کابل او نورو ولايتونو ته د ځانمرگو بريدکوونکو ننوتل، زموږ او په ځانگړې توگه د ناټولو له پاره يوه استخباراتي ناکامي ده.»

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زیارمل