1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مسکو کي د کرزي او لاوروف ملاقات

۱۳۹۶ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي چي د افغانستان پر شا و خوا جيوپوليتيکي دسيسې د افغانانو د غمخورۍ له پاره نه، بلکي د هغوی گډونکوونکي د روسيې ضد هڅو لوبه کوي.

https://p.dw.com/p/2bvPi
Afghanistan | Ex-Präsident Hamid Karzai kritisiert amerikanisches Bombardement (REUTERS/O. Sobhani)
انځور: REUTERS

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د سه شنبې په ورځ په مسکو کي د افغانستان له پخواني جمهور رئيس حامد کرزي سره په ملاقات کي ويلي دي چي د افغانستان پر شا و خوا جيوپوليتيکي لوبي د روسيې ضد هڅو نخښي دي.

هغه ويلي دي: «له بده مرغه د افغانستان پر شا و خوا داسي جيوپوليتيکي لوبي رواني دي چي د افغانانو د برخليک ټاکلو له پاره هيڅ راز غمخوري پکښې نه ښکاري.» هغه زياته کړه: «او په دغه بې پروا لوبه کي د روسيې ضد هڅو د تلاښ نخښي نښانې دي.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروفانځور: picture-alliance/dpa

لاوروف ټينگار وکړ چي هيواد ئې اوس په افغانستان کي د ملي ډيالوگ له پاره لاره هواروي «او تيار دي چي په دې لاره کي له هري بڼي کار واخلي.»

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي بيا د هغه په واکمنۍ کي د روسيې د همکاريو يادونه وکړه او زياته ئې کړه چي دی غواړي دغه شان يعني د روسيې د همکاريو په شان نړيواله ټوله هم په افغانستان کي د ثبات په ټينگښت کي هڅي وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف له کرزي سره تر ملاقات مخکي په يوه خبري غونډه کي د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير هغه څرگندوني چي وايي روسيه طالبانو ته وسلې ورکوي، غير حرفه وي، بې اساسه او غلطي وبللې.

حامد کرزي هم په يوه خبري کنفرانس کي د هغي پوښتني په جواب کي چي آيا روسيه طالبانو ته وسلې ورکوي؟ وويل: «نه دا رښتيا نه دي.»

حامد کرزی نن د چهارشنبې په ورځ په مسکو کي د نړيوال امنيت په څلورمه غونډه کي گډون وکړ او نړيوالو ته ئې په افغانستان کي د امريکا د ستر بم د تاوان په اړه څرگندوني وکړې: «هغه تاوان چي د دغه ستر بم چي د بمونو مور هم بلل کيږي د سیمي اوسېدونکو او چاپيريال ته رسولی دئ، زموږ افغانانو له پاره ئې ارزونه سخته ده، ځکه موږ داسي تکنالوژي نه لرو چي زيانونه ئې و ارزو.»

هغه ويلي دي هغه سیمه چي امريکايي ځواکونو بم پرې غورځولی د امريکا په لاس کي ده.

د اپريل مياشتي پر ۱۳نېټه د امريکا د دفاع وزارت تائيد کړه چي ځواکونو ئې د افغانستان په ختيځ کي تر ټولو سرت غير اټومي بم (GBU-43) د داعش پر پټنځايونو استعمال کړی دئ.