په موګادیشو کې د تلفاتو شمیر۳۰۰ تنو ته لوړ شوی
د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د شنبې د شپې موټر بم چاودنې د قربانیانو شمیر۳۰۰ تنو ته لوړ شوی دی. یوه ځانمرګي برید کوونکي د یوه مشهوري څلور لارې په منځ کې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې وه.
د یکشنبې په ورځ تر خرابو لاندي یو شمیر کسان وموندل شول، چې په دې سره د وژل شوو کسانو شمیر ۲۷۶ تنه اعلان شو. خو د دوشنبې په ورځ د امبولانس خدماتو، یوه مشر ویلي دي چې د وژل شوو کسانو شمیر تر ۳۰۰ هم اوښتی دی.
د یوه ځایي روغتون یوه کارکوونکي ویلي دي چې د پيښې زیاتره قربانیان ولسي خلک دي. که څه هم د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د سومالیا د اطلاعاتو وزیر د بريد مسئوليت پر افراطي ډلي الشباب اچولی دی.
د لارۍ موټر په واسطه د رامنځ ته شوې چاودنې له کبله تر۳۰۰ زیاتو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکول کیږي. د قربانیان شمیر ځکه وار په وار لوړیږي، چې ټپیان د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکوي. د نړیوالو مرستو د پیلیدو په ترڅ کې ۷۰ تنه ټپیان چې روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ وو د دوشنبې په ورځ د درملنې له پاره په الوتکه کې ترکیې ته لیږدول شوي دي.
د سومالیا ولسمشر محمد عبدالله محمد، په دولتي راډیو کې د یوې وینا په ترڅ کې دغه پيښه یوه ملي غمیزه بللي دې ده. هغه له خلکو غوښتي دي چې ټپیانو ته وینه ورکړي او په عین وخت کې یې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.
د عیني شاهدانو په وینا د شنبې په ورځ یو لارۍ موټر په تیز سرعت سره د سړک پر سر پر ولاړو موټرو او موټرسایکلونو ورځغلول شوی. تر هغه وروسته امنیتي ځواکونو پر موټر د فیرونو هڅه وکړه، خو موټر چلونکي یوې مشهورې څلور لاري ته ځان ورساوه او د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته یې انفجار ورکړ.
دغه چاودنه په وروستیو کلونو کې په ټوله نړۍ کې یوه له خونړیو چاودنو څخه شمیرل کیږي. دغه چاودنه په افریقا کې یوه تر ټولو خونړۍ چاودنه ده چې په ۲۰۱۵م کال کې په کینیا کې د ګاریسا پر پوهنتون باندې له برید څخه ستره چاودنه ده. هغه مهال ۱۴۸ تنه ووژل شول.
چاودنې شا او خوا ودانیو ته هم سخت زیانونه اړولي دي. الشباب تندلارې ډله تل د موګادیشو مهمې سیمې په نخښه کوي. دغه ډله چې د القاعدې څانګه بلل کیږي او په سویل کې یې یو شمیر سیمې تر کنترول لاندې دي، له کلونو راهیسې د حکومت پر ضد جنګیږي. د افریقایي اتحادیې۲۲۰۰۰ پوځ د دغه ترهګري ډلې پر وړاندې مبارزه کې د سومالیایي ځواکونو ملاتړ کوي.