1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيدرزاکسن کي د سوسيال ديموکراتانو تاريخي بريا

۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبه

د آلمان په نيدرزاکسن ايالت کي د پارلماني ټاکنو لومړۍ پايلي ښيي چي حکومتي ګوندونو اکثريت گټلی نه دی. د آلمان په دغه ايالت کي بايد نور ګوندونه ائتلافي حکومت جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/2lsjF
Deutschland Stephan Weil Siegerehrung in der SPD Parteizentrale
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د نيدرزاکسن ايالت د سوسيال ديموکرات ګوند څانګه په ټاکنو کي د په ۳۶،۹ سلنه رايو په لاس راوړلو سره ځان بريالی بولي. د دې څخه تر مخه په دغه ايالت کي د سوسيال ديموکرات او زرغون ګوند يو داسي ائتلافي حکومت وو چي اکثريت يې صرف د يوې پارلماني چوکۍ پر زياتوالي ولاړ وو.

خو کله چي د اېلکه توېستن په نوم د زرغون ګوند وکيلې اړخونه بدل کړل او اعلان يې وکړ چي له زرغون ګوند څخه وځي او په دغه ایالت کي د اپوزيسيون د لوی ګوند مسيحي ديموکرات سره يوځای کيږي، نو دغه اکثريت مات سو. همدا وو چي پسله زياتو بحثونو او پر يادي وکيلي د شخړيزو بحثونو وروسته پر دې فيصله وسوله چي ايالتي پارلماني ټاکنې به تر وخت دمخه د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه تر سره کيږي.

د زرغون ګوند ماته

حکومتي ګوندونو سوسيال ديموکرات او زرغونو هيله درلوده چي په ټاکنو کي به په ګډه اکثريت رايه تر لاسه کړي. خو د مقدماتي پايلو له مخي ياد ګوندونه د اکثريت رايو په لاس ته راوړلو کي ناکامه سوي دي ولي چي زرغون ګوند د پخوا په پرتله ۵ چوکۍ بايللي دي.

د دغو مقدماتي پايلو له مخي د ايالتي پارلمان له ټولو ۱۳۷ چوکيو څخه صرف ۶۷ يې د زرغون او سوسيال ديموکرات ګوندونو ګټلي دي. که دغه حتمي پايلي پاته سي نو ياد ګوندونه په ۱،۵ چوکيو د اکثريت په لاس راوړلو کي پاته راغلي دي.

د سوسيال ديموکرات ګوند تاريخي بريا

د نيدرزاکسن ايالت سوسيال ديموکراتانو په ايالتي ټاکنو کي د ۳۶،۹ سلنې رايو په لاس ته راوړلو سره د دغه ګوند له پاره له تيرو ۱۹ کلونو راهيسي تر ټولو زياتي رايي په لاس راوړي دي. په ايالتي ټاکنو کي د دغه ګوند مخکښ کانديد او برحال ايالتي لومړي وزير شتېفان وايل ويلي چي دغه بريا «به زموږ ګوند په پارلمان کي تر ټولو قوي ګوند وګرځوي چي دا ډېره د خوښۍ خبره ده.»

د اپوزيسیون لوی مسيحي ديموکرات ګوند بيا په دغه ايالت کي د خپل تاريخ تر ټولو کمي رايي په لاس راوړي دي. دغه ګوند د ۳۳،۶ سلنې رايو په ګټلو سره د مخکنيو ټاکنو په پرتله ۲،۴ سلنه رايي له لاسه ورکړي دي.

زرغون ګوند ۸،۷ سلنه، آزاد ليبرال ګوند ۷،۵ سلنه او د آلمان له پاره بديل ګوند ۶،۲ سلنه رايي په لاس راوړي دي. د آلمان له پاره بديل ګوند په لومړي ځل د نيدرزاکسن ايالت پارلمان ته لاره موندلې ده. خو کيڼ اړخه ګوند چي صرف ۴،۶ سلنه رايي يې په لاس راوړي، يو ځل بيا په دې کي پاته راغلی چي پارلمان ته لاره پيدا کړي. په آلمان کي و پارلمان ته د داخليدو له پاره د لږ تر لږه ۵ سلنې رايو په لاس راوړل حتمي دي.

څه ډول ائتلاف ممکن دی؟

که سوسيال ديموکرات ګوند حکومت جوړول غواړي نو به مجبور وي چي د زرغون ګوند پر ځای له مسيحي ديموکرات ګوند سره لوی ائتلاف جوړ کړي او يا له نورو دوو ګوندونو سره درې ګوندي حکومت جوړ کړي.

د حساب له مخي د سوسيال ديموکرات، زرغون او آزاد ليبرال ګوند ائتلاف ممکن دی. خو د آزاد ليبرال ګوند مخکښ کانديد تر ټاکنو دمخه ويلي ول چي نه غواړي له سوسيال ديموکرات ګوند سره ائتلاف وکړي. بل امکان دا سته چي د مسيحي ديموکرات ګوند د زرغون او آزاد ليبرال ګوندونو سره دې ګوندي حکومت جوړ کړي. خو زرغون ګوند دغه ډول يو ممکنه ائتلاف ته د شک په سترګه ګوري که څه هم چي د دغه ګوند مخکښي کانديدي د دا ډول ائتلاف څخه په قطعي توګه مخ نه دی اړولی.

د نيدرزاکسن ايالت مسيحي ديموکرات ګوند ويلي چي هر ډول ائتلاف ممکن دی او په دې توګه يې ښايي دې ته هم اشاره کړې وي چي د زرغون، آزاد ليبرال او د مسيحي ديموکرات ګوند د ائتلاف جوړولو ته زړه ښه کولای سي.