1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د اعدامونو شمېر اوج ته رسېدلی دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د بخښني نړيوال سازمان تیرکال په ۲۰ هیوادونو کي د اعدام ۸۸۳ پیښي ثبت کړي دي. دغه لوړ شمېر له ۲۰۱۷م کال راهیسي ساری نه لري.

https://p.dw.com/p/4ROQ6
Iran Todesurteil Hinrichtung
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

تیر کال په نړۍ کي د اعدامونو شمیر خپل اوج ته رسیدلی دی. د بخښني نړيوال سازمان (امنستي انترنشنل) د خپلو معلوماتو له مخي په ۲۰۲۲م کال کي په شلو هیوادونو کي د اعدامونو ۸۸۳ پیښي ثبت کړي دي. دغه رقم له ۲۰۱۷م کال راهیسي بې ساری دی. د معلومات په نړۍ کي د اعدامونو د تطبیق په هغه رپوټ کي راغلي دي چي د سه شنبه په ورځ په برلین کي خپور سوی دی.

ایران: د زندان مخې ته د اعتراضونو په دلیل اعدامونه عملي نه شول

 علاوه پر دې امنستي انترنشنل په چین، شمالي کوریا او ویټنام کي د اعدام له نورو پټو پیښو څخه هم خبر ورکوي.

د هغوی په حواله په تیره بیا ایران، سعودي عربستان او مصر کي د اعدام رسمي شمېرې ډېري سوي دي. یوازي په ایران کي شاوخوا ۵۷۶ کسان اعدام سوي دي چي دا په نړۍ کي د ثبت سوو اعدامونو ۶۵ سلنه ده.

په سعودي عربستان کی بیا د ۲۰۲۱م کال په پرتله چي ۶۵ اعدامونه ترسره سوي، په ۲۰۲۲م کال کي د هغوی شمېر دوه برابره یعني ۱۹۶ ته رسېدلی دی. هلته په یوه ورځ ۸۱ کسان اعدام سوي دي. په مصر کی بیا پر ۲۴ کسانو د اعدام سزا تطبیق سوې ده.

م.م: په ايران کې په اونۍ کې تر لسو ډېر کسان اعداميږي

 په جرمني کي د امنستي انترنشنل د عمومي مشر مرستیالي یولیا دوخرو، د دغه هیواد د دوهم دولتي تلویزیون ZDF په سهارنۍ خپرونه کي غوښتنه کړې ده چي اروپايي هیوادونه دي په ښکاره ډول د اعدام سزا د تطبیق په وړاندي خپل دریځ څرگند کړي. د هغې په خبره، په ایران کي د آلماني ـ ایراني جمشید شارمهد د اعدام سزا تر تائید کیدو وروسته، اوس د دې بیره موجوده ده چي هره شیبه ښايي دغه سزا تطبیق سي.

دوخرو وايي: »دا په اصل کي ډېر کم وخت دی او له همدې کبله د جرمني د حکومت له خوا یوه ډېر ښکاره غبرگون ته اړتیا سته. په هانوور کي رالوی سوی دغه تاجر په ۲۰۲۰م کال کي د ایران د استخباراتي ادارې له خوا له بهر څخه وتښتول سو او په ایران کي د شکمني جاسوسۍ له امله د اعدام په سزا محکوم سوی دی.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بدني سزاګانو او اعدام د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده

 په امریکا متحده ایالاتو کي د امنیستي انترنشنل په حواله، د اعدامونو شمیر له ۱۱ څخه ۱۸ ته پورته سوی. په افغانستان، کویټ، میانمار، غزې تراډه او سینگاپور کي بیا په وقفه يي ډول اعدامونه ترسره سوي دي.

د دغو اعدامونو ډېر يې د مخدره موادو د جرمونو له امله تطبیق سوي دي چي د ۲۰۲۱م کال په پرتله یې شمېر څه د پاسه دوه برابره دی. د امنستي انترنشنل په حواله یوازي په ایران کي له همدې کبله ۲۵۵ کسان، په سعودي عربستان کي ۵۷ او سینگاپور کي ۱۱ کسان اعدام سوي دي.

 امنیستي همدارنگه خبر ورکوي چي تیر کال شپږو هیوادونو په بشپړ او یا هم تر یو ځایه د اعدام سزا له منځه وړې ده. په دغو هیوادونو کي قزاقستان، سیرالیون او زمبیا شاملیږي. د ۲۰۲۲م کال تر پایه باید ۱۱۲ هیوادونو د ټولو جرمونو له پاره د اعدام سزا له خپلو قوانینو لیري کړې وای.

GP/NZ/AG