1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ماینونه بیا هم تر ټولو زیات د افغانانو ژوند ګواښي

۱۳۹۶ آذر ۲۳, پنجشنبه

په ۲۰۱۶م کال کې ځمکني ماینونو په ټوله نړۍ کې نژدې ۲۰۸۹ تنه وژلي دي. د رپوټ له مخې زیاتره قربانیان يې په افغانستان کي دي. دغه رپوټ د ځمکني ماینونو پر ضد نړیوال کمپاین سازمان ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2pLSz
Afghanistan Prothesen für Landminenopfer
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lai

د ځمکني ماینونو پر ضد د نړیوالې مبارزې سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل کلني (سږني) رپوټ کې ویلي دي چې تر۶۵۰۰ زیاتې ښځي، نارينه او ماشومان موذي چاویدونکوي توکي وژلي دي.

د دغه رپوټ له مخې په ۲۰۱۶م کې زیاتره قربانیان په افغانستان کي دي. تر هغې وروسته په دغه نوملړ کې د لیبیا، اوکراین او یمن هیوادونه راځي.

رپوټ زیاتوي چې تر دې دمخه ځمکنیو ماینونو هیڅکله دومره کوچنیان نه دي وژلي. د دغه سازمان د رپوټ له مخې د ټولو ملکي قربانیانو ۴۲ سلنه هغه کسان دي چې سنونه یې تر اتلس کلنۍ ټیټ وي.

د دغه سازمان په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې په تیر میلادي کال کې د سوریې او میانمار د کړکیچونو په ترڅ کې ځمکني ماینونو یو بل خواشنیونکی نقش لرلی. د بیلګې په توګه له ۲۰۱۲م کال راهیسې د سوریې حکومتي ځوکوانه له پرسونل ضد ماینونو څخه کار اخلي. همداشان افراطي ډلي داعش هم له دغه میتود څخه کار اخیستی دی.

د رپوټونو له مخې میانمار په مخ پر زیاتیدونکي توګه د خپلې پولې په اوږدو کې ماینونو ښخ کړي دي، څو بنګله دیش ته تښتیدلي مسلمان روهنګیا د بیرته راستنیدو مخه ونیول شي.

دغه سازمان چې په ۱۹۹۹م کال کې یې څارنه پیل کړې ده، په لومړي ځل په کولمبیا کې د کړکیچ تر ختمیدو وروسته تیر کال د ځمکنیو ماینونو کومه پيښه نه ده ثبت کړې.

کابو شل کاله ترمخه د اوتاوا کنوینسیون لاسلیک شو، چې د ځمکني ماینونو پر ضد مبارزې ته ځانګړی شوی. دغه نړیوال تړون د ځمکني ماینونو استعمال، تولید، زیرمه کول او یو بل چا ته ورکول منع کوي. ۱۶۲هیوادونو دغه تړون لاسلیک کړی دی.

dpa,afp(S.R/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: