1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په نړۍ کي د وسلو سوداگري زياته شوې»

۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

د نړيوالي سولي څېړنیز انستیتیوت «سیپري» په خپل نوي رپوټ کې ویلی دي چې په تیرو لسو کلونو کې د وسلو په صادراتو کې په دوامداره توگه ډېرښت راغلی دی. د رپوټ له مخې امریکا متحد ایالات او روسیه بیا تر نورو مخکي دي.

https://p.dw.com/p/2XtAy
Syrien russisches Raketenabwehrsystems S-300
انځور: picture alliance/Russian Look/V. Savitsky

د سړې جگړې تر ختمیدو ۲۵ کاله وروسته، په نړۍ کي یو وار بیا د وسلو په سوداگرۍ کې ډېرښت راغلی دی. په ستوکهلم کې د نړيوالي سولي څېړنیز انستیتیوت په نوي رپوټ کې ویل شوي دي چې په تیرو پنځو کلونو کې د وسلو تجارت له ۱۹۹۰م کلونو وروسته خپل اوج ته رسیدلی دی. د رپوټ له مخې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې د وسلو په انتقال کې له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال په پرتله ۸،۴ سلنه ډېرښت راغلی دی.

د سیپري د معلوماتو له مخې په سترو صادرونکو هیوادونو کې امریکا متحد ایالات او روسیه راځي چې په نړیوال بازار کې د متحدو ایالاتو ونډه ۳۳ سلني ته او همداشان د روسیې ونډه ۲۳ سلني ته رسیږي. دریم ځای چین نیولی دی چې په نړیوال مارکیټ یې ونډه ۶،۲ سلنه ده. ویل شوي دي چې د دغه ولسي جمهوریت په صادراتو کې ۷۴ سلنه ډېرښت راغلی دی.

آلمان لږ وسلې پلورلي دي

د سیپري د رپوټ له مخې په تیرو پنځو کلونو کې د آلمان د وسلو په صادارتو کې کمښت راغلی دی، که څه هم په ۲۰۱۶م کال کې د وسلو پلور یې خپل اوج ته رسیدلی وو. د رپوټ له مخې په تیرو کلونو کې د آلمان د وسلو خرڅلاو د پخوا په شان له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال په شان وو. دغه مهال آلمان په نړۍ کې د تسلیحاتو دریم صادرونکی هیواد وو.

د درجه بندۍ په اوسني ليست کې آلمان په نړیوال بازار کې د ۵،۶ سلنې ونډي په درلودلو سره پنځم ځای لري. فرانسې بیا د شپږ سلني په ونډې سره د نړۍ د تسلیحاتو د صادرونکو هیوادونکو په ليست کې څلورم ځای نيولی دی. رپوټ زیاتوي چې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې د څېړني د ارزونې په موده کې آلمان ۶۰ هیوادونو ته وسلې صادري کړي دي.

امريکا او روسيې کومو هیوادونو ته وسلې صادري کړي؟

د سیپري د وسلو او پوځي لگښتونو د پروگرام مشري اوده فلیورانت، دې ته خبرې ته اشاره کړ ده چې «متحدو ایالاتو په نړۍ کې لږ تر لږه سلو هیوادونو ته وسلې چمتو کړي دي چې تر بل هر صادرونکي هیواد په پرتله ډیري دي.» ویل شوي دي چې په دغو وسلو کې په کروز توغندیو سمبالي الوتکي او نوري رهبري کیدونکي وسلې او همداشان د دفاعي توغندیو نوي سیستمونه هم شامل دي. د امریکا کابو نیمایي صادارت منځني ختیځ ته تللي دي. روسیې بیا زیاتره وسلې هند، ویتنام، چین او الجزایر ته صادري کړي دي.

په عمومي توگه آسیا، اقیانوس او منځنی ختیځ د پوځي او تسلحیاتي تجهیزاتو اصلي رانیونکي گڼل کیږي. د سترو واردونکو هیوادونو په ډله کې اتومي قدرت لرونکی هیواد هند راځي: له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کاله پوري د دغه نیمه وچې په وارداتو کې ۴۳ سلنه ډېرښت لیدل کیږي.

د وسلو د وارداتو په برخه کې ویتنام هم ډیر مخته تللی دی چې په دغه موده کې له ۲۹ مقام څخه لسم مقام ته راکښته شوی دی. د رپوټ له مخې په ټوله کې د آسیا او اقیانوس هیوادونو د وسلو په وارداتو کې ۷،۷ سلنه ډیروالی راغلی دی چې د نړیوال بازار له ۴۳ سلني ونډي سره برابر دي.

په منځني ختیځ کې بیا په تیرو پنځو کلونو کې د وسلو په وارداتو کې ۸۶ سلنه ډیروالی راغلی دی. د ۲۱۲ سلني په وارداتو سره سعودي عربستان په نړۍ کې د وسلو دوهم واردونکی هیواد دی چې په تعقیب یې دریم ځای متحدو عربي آماراتو، ورپسې چین او بیا الجزایر راځي. د افریقا په لویه وچه کې بیا نایجیریا، سودان او ایتوپیا د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې ډیري وسلې رانیسي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: