1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هالند کې د مهاجرو تر منځ نښتې

۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبه

د هالند پولیسو درې کسان له هغې وروسته نیولي دي چې د دې هیواد په ارنهیم ښار کې د شنبې په ورځې (د دیسمبر ۲۶مه نیټه) نا وخته د مهاجرو په یو کمپ کې نښتې رامنځته شوې چې له کبله یې څلور کسان زخمي شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HUHe
Niederlande Asylsuchende Flüchtlingsunterkünfte
انځور: Getty Images/AFP/B. Czerwinski

پولیسو د یکشنبې په ورځ وختي پر خپل تویتر اکونت کې لیکلي دي چې د دې څلور کسانو ټپونه سطحي دي او زیاته کړې یې ده چې په دې کمپ کې جګړه ختمه ده او څیړنې روانې دي.

د هالند ANPخبري اژانس ویلي دي چې په دې جګړه کې ۱۵ څخه تر ۲۰ کسان ښکیل ول او تر اوسه دا معلومه نه ده چې د کوم هیواد څخه دي.

ارنهیم ښار د هالند په شرق کې پروت دی. د دې هیواد په بیلابیلو سیمو کې په زرونه مهاجرو ته استوګنځایونه ورکړل شوي دي او د پناه غوښتنلیک یې ارزول کیږي.

د ۲۰۱۵ کال په لومړنیو ۱۱ میاشتو کې هالند ۵۴ زره مهاجرو ته ځاې ورکړی دی. دا مهاجر د افغانستان، سوریې، عراق او افریقايي هیوادونو څخه هالند ته مهاجر شوي دي.

خو د دې هیواد اوسیدونکي بیا د مهاجرو او مهاجرو ته د استوګنځایونو برابرولو په اړه بیل نظرونه لري.

د دې میاشتې په پیل کې پولیس دې ته اړ شول چې هوایي فیرونه وکړي تر څو د دې هیواد په ګیلدرماسین کلي کې مظاهرې ختمې کړي. دا مظاهر له هغې وروسته پیل شوې چې حکومت پریکړه وکړه تر څو د ۱۵۰۰ مهاجرو له پاره په دې سیمه کې استوګنځاې برابر کړي.

د دې هیواد پاچا ویلیم الکسندر، د خپل کریسمس پیغام کې پر خلکو غږ کړی چې د هغو کسانو خوا ته ودریږي چې مرستو ته اړتیا لري.

د دې هیواد پاچا همداراز دا ګواښ کړی: «دا واضحه ده چې موږ غواړو هغه څیز حفاظت کړو چې موږ ته مهم ده. موږ نه شو کولای د ډار احساسات پټ کړو. خو موږ باید ډار ته خپل د ژوند صلاحیت هم ورنکړو او دې ته یې پرې نږدو چې پر ټولنې حاکم شي.»

په ۲۰۱۵ کال کې اروپا ته ډیر شمیر کسان مهاجر شوي دي. په سلونه زره کسان له افغانستان، عراق، سوریه او ځینې افریقایي هیوادونو څخه ځان اروپا ته رسولي دي. دا کسان غواړي د اروپايي اتحاديي په شتمنو هیوادونو کې پاتې شي.

تر اوسه په اروپا کې آلمان تر ټولو زیات مهاجر منلي دی. همداراز سویدن، اتریش، هالند او ځینو نورو هیوادونو هم ګڼ شمیر مهاجرو ته پناه ورکړې ده. خو د اروپایي اتحادیې ځینې غړي هیوادونه بیا د مهاجرو له راتګ سره مخالف دي. د چک جمهوریت ولسمشر په دې باور دی چې د مهاجرو راتګ اروپا ته ناڅاپي نه دي. هغه وايي: «زهپه بشپړه توګه پر دې قانع یم چې موږ د مهاجرو له ناڅاپي مهاجرت سره نه بلکې له یو تنظیم شوي اشغال سره مخامخ یو.»