1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په هر ساعت کې ۵۰ افغانان له خپل هیواده وځي»

۱۳۹۶ اسفند ۲, چهارشنبه

د بشري حقونو فعالان او بنسټونه له آلمان څخه د افغان مهاجرو پر اجباري اخراج نیوکه کوي.

https://p.dw.com/p/2t50n
Deutschland Gesellschaft für bedrohte Völker Logo

د آلمان په ګوئټینګن ښار کې له خطر سره د مخامخ ولس د حقونو په برخه کې فعال بنسټ (GfbV) یا Gesellschaft für bedrohte Völker مشر اولریک دیلیس ویلي دي چې که آلماني ادارې فکر کوي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه دی، نو دا یوازې د هغو هیله وي. د هغه په خبره دا ځکه چې له تیرکال راهیسې د هغو افغانانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی چې له خپل هیواد څخه وځي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې د دغه هیواد د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه له ۳۱ ولایتونو څخه ۴۷۱۶۷۷ افغانان د سیاسي انګیزې او زور زیاتي له امله له خپل هیواد څخه تیښتې ته اړ شوي دي.

دیليس زیاته کړه چې جنګسالاران او وسله والې ډلې د دغه هیواد پر نږدې ۷۰ سلنه خاوره واکمن دي. بل لور ته افغانستان ته د بیرته لیږل شویو مهاجرو ډیری یې د ۳ او څلورو میاشتو په موده کې بیرته خپل هیواد پریږدي او بیا مهاجرت ته مخه کوي.

په دې وروستیو کې د خپرو شويو ارقامو له مخې افغانستان ته د بیرته ستنول شویو کسانو یو پر څلورمه یې په هیواد کې د روان زورزیاتي له امله تر دریو میاشتو په کمه موده کې بیرته خپل هیواد پریږدي.

تیر کال د مختلفو مرستندویه بنسټونو پر نږدې ۴۰۰ کارمندانو بریدونه ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶م کال کې د داسې بریدونو شمیر یوازې ۲۰۰ وو.

د تاوتریخوالي په دا ډول پيښو کې د مرستندویه سازمانونو ۲۱ تنه کارکوونکي وژل شوي، ۳۳ ټپیان او نږدې ۱۵۰ تنه نور یې تښتول شوي دي.

د دیلیس په خبره دا چې په دې هیواد کې د مرستندویه سازمانونو د کارکوونکو ژوند هم خوندي نه دی، نو له دې څخه سړی کولی شي د دغه هیواد د امنیتي وضعیت په اړه اټکل وکړي.