1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د ترور پیښي زياتي سوي دي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۱, شنبه

په هرات له زیات وخت راهيسي منظمي او هدفي د ترور پیښي تر سره کیږې خو عاملين يې نه دي معلوم. د دغو پيښو دلايل هم سم نه دي څرګند.

https://p.dw.com/p/1Ifj7
انځور: Masuma Razayi

هرات د افغانستان په لویدیځه حوزه کې پروت هغه ولایت دې چې یواځې اوس نه، بلکه د څو کلونو را په دې خواه پکې د ترور او سړي تښتونې پيښي زیاتې ترسره کیږې. خو دا چې دلته کومې ډلې په ترور او هدفي وژونو لاس پورې کوي دا موضوع تر ډیره بریده پیچلې او د حقیقت تر سره یې موندل ډیر ستونزمن کار دی دا ځکه چې ګڼ شمیر امنیتي کسان په دې اړه څه نه وايي او د دولت مخالفین هم ډیری وختونه د دارنګه پيښو پړه په غاړه نه اخلي.

د هرات ولایت د ۶۰۰ بسرتریز روغتون ویاند ډاکتر محمد رفیق شیرزی وايي، د تیرو پنځو ورځو په جریان کې دې روغتون ته د پنځو ترور پیښو په نښه شوې کسان را وړل شوې چې درو تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په وينا یوه میرمنه سخته ټپي او یو ځوان چې همدا نن روغتون ته را انتقال شوی د روغتون په بیړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دی چې د شیرزي په خبره، روغتیايي وضعیت یې ډیر خراب دی.

د ترورو د پيښو ګراف لوړ سوی

د ترور پيښي ډیری وختونه رامینځ ته کیږې خو د تیرو پنځو ورځو را په دې خوا بیا د پیښو ګراف لوړ شوی. یو ځوان د برامان په سیمه کې ترور شوی وو، ورپسې یې دا بله ورځ د هرات په ښار کې بل ځوان پرسر ویشتل شوی بیا دا بله ورځ د هرات څارنوال ترور شو د هغه پسې پر یوې میرمنې په خپل کور کې لاسې بم وغورځول شو او په تر ټولو تازه پیښه نن د هرات په ښار کې یو بل ځوان ترور شوی او په ویشتل شوې حالت کې روغتون ته را انتقال شوی دی.

خو لا تر اوسه نده معلومه چې ولې ترور شوې خو روغتیايي وضعیت یې ډیر خراب دې چې دا خپله په تیرو پنځو ورځو کې پنځم کس دې چې د هرات په ښار کې ترور کیږې چې درو تنو یې ژوند له لاسه ورکړې یوه میرمن ټپي ده او یاد ځوان هم چې د عاجلې څانګي د ډاکترانو په خبره ډیرې زیاتې ګولې پرې لګیدلې.

د ترور د پیښو په لړ کې دوې ورځې مخکې د هرات څارنوال سمیع الدین رهین هم ترور شو. د دې ولایت د ایستیناف څارنوالۍ مشر سمیع الدین رهین د ښار په زړه کې صادق واټ ته څیرمه هغه وخت ترور کړ کله چې خپل کور ته پر لاره وو.

«امنيت ته پوره پاملرنه»

د هرات د روغتون د ډاکترانو مشره میرمن ملکه پیغام وايي: «پر رهین د ښار په زړه کې یوه او دوې مرمۍ نوې ویشتل شوې بلکې پرې ریګبار شوی وو او تر پنځلسو مرمیو پرې خالې شوې وې.»

بل لور د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر ګل احمد رامش له حکومت څخه غوښتنه کوې چې په دې ولایت کې د څارنوالانو امنیت ته پوره پاملرنه وکړې کنه نو دوی نشې کولای په داسې نا امنه وضعیت کې له مجرمینو څخه د عدالت پر بنسټ معلومات ترلاسه کړي ځکه دلته نو بیا کار زموږ لپاره ډیر خطرناکه دی او زموږ دنده زموږ د ژوند د ختمیدو سبب ګرځي.

د هرات د مدني ټولنو مشر خلیل پارسا وايي، د داسې خاموشه وژنو دوام دلته ډیر خطرناک دی. د هغه په وينا:« د یوې خواه مو خلګ ترور کیږې خو د بلې خواه دا نه معلومیږې چې دا کسان څوک وژني.» پارسا زياتوي: « هرات یو سوداګریز ولایت دی چې د اختطاف او ترور پيښو دوام پکې ګڼ شمیر کسان کډوالۍ ته اړ باسې او وضعیت دلته ډیر پیچلې کیږي نو باید چې حکومت ژر تر ژره د دا رنګه پیښو عاملین ونیسې او ورته سزا ورکړي.»

هاخواه د لویدیځ د پولیسو د ۶۰۶ انصار زون عمومي قومندان جنرال حسن شاه فروغ وايي، د هرات د څارنوالۍ د مشر د ترور پيښي په تور یې دوه تنه تیره شپه او یو تن یې نن نیولې چې د فروغ په خبره: دامهال ترې پوښتنې کرویږنې پیل شوې او کوښښ مو دادې چې پاتې ملګري یې هم ونیسو او دقانون منګولو ته یې وسپارو.

جنرال فروغ همداشان والمان غږ سره خبرو کې له ټولو دولتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د ځان د امنیت ساتلو په برخه کې ډاډمن ووسې داسې وختونه چې پوهیږې امنیتي وضعیت لږ نا آرامه دی نو له ساتونکو پرته دې بازار ته نه راوځې او ددې ترڅنګ چې حکومت یې امنیت نيسې خو دوی هم باید د ځان امنیت ته پاملرنه وکړي.