1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې د خانشین ولسوالي د طالبانو لاسو ته لیدلې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبه

په داسې حال کې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا له وسلوالو طالبانو غوښتي چي د سولې له بهیر سره یوځای شي، دغې ډلې په هلمند ولایت کې یوه بله ولسوالي نیولې.

https://p.dw.com/p/1HKta
انځور: DW

د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود آشنا، د چهار شنبې په ورځ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو وروسته له دری ورځو سختې جگړې څخه نن تر غرمې وروسته د خانشین ولسوالۍ له مرکز څخه په تکتیکي ډول پر شاتگ کړی دی.

د آشناء په خبره په دغه جگړه کې ۱۶ تنه افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د خانشین ولسوالۍ امنیه قوماندان هم په دې جگړه کې ټپي شوې دی. د هغه په خبره امنیتي ځواکونه د ښار په څنډه کې د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو له پاره امادگي نیسي. همدارنگه ځانگړي ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.

تیره شپه هم طالب جنگیالیو د کندهار هوایې ډگر پر ساختمانونو برید وکړ. چاواکو د دغه برید په ترڅ کې لږ تر لږه د ۳۷ ملکي وگړو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام آباد کې د «آسیا زړه» په کنفرانس کې وویل چې له هغو ډلو سره چې له زور زیاتي څخه لاس پر سر شي حاضر دی چې خبرې اترې وکړي.

په دغه کنفرانس کې د ۳۰ هیوادونو استازو او ۲۰ سازمانونو گډون کړی وو او په خپله وروستۍ اعلامیه کې یې « د افغان طالبانو له ټولو ډلو او نورو وسله والو ډلو څخه وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي.»

د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ خبرې اترې د جولای په میاشت کې په پاکستان کې پيل شوې وې، خو د دغې ډلې د پخواني مشر ملا عمر د مړینې له خبر سره وځنډیدلې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب