1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په هلمند کې چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۶ تیر ۱, پنجشنبه

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د پنجشنبې په ورځ د یوه بانک مخې ته د موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او تر۵۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2f9oy
Afghanistan Anschlag auf Militärkonvoi in Lashkar Gah
انځور: Reuters/A. Malik

د چارواکو په خبره چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې ځايي امنیتي ځواکونه د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو په موخه دې بانک ته ورغلي ول.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د پوځ غړي، ملکي وګړي او د نوي کابل بانک کارکوونکي شامل دي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې مخکې طالبانو او داعش ترهګري ډلي پورې تړولو کسانو د دغه شان بریدونو پړه منلې ده.

تیره میاشت هم په ګردیز کې پر یوه بانک باندي برید کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او ډیر نور يې ټپیان کړل.