1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کې د ښځو د لږې ونډې په اړه انديښنې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۰, یکشنبه

د یو شمیر مدني بنسټونو او ښځو د حقوقو مدافعین په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د لږې ونډې په اړه انديښمن دي. دغه بنسټونه پر دې خبره ټینگار کوي چې د ښځو د حضور د ډیریدو له پاره دې، د محلي نفوذ لرونکو کسانو سره له نزدې کار وشي.

https://p.dw.com/p/1ARG1
انځور: AP

دغه غونډه د ملي مشارکت مؤسسې، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د دسمبر ۱) په کابل کې د کونتر پارت او امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې په مالي مرسته جوړه کړې وه. په پام کې ده چې په ټاکنو کې د ښځو د حضور د زیاتیدو د لارو چارو د موندلو وروسته، مدني ټولنې په دغه برخه کې ډیر فعالیتونه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمشنېرې قدریه یزدان پرست، په دغه غونډه کې وویل چې په یو شمیر ولایتونو کې د ښځو له رایو څخه په مستقیمه توگه نه، بلکې د وکیلانو له لارې استفاده کیږي: «له بده مرغه په افغانستان کې د ښځو د سیاسي مشارکت اصل، تر پښو لاندې شوی دی. په عمومي ډول د ښځو رایې د هغوی وکیلان استعمالوي او په دې ډول نه یوازې هغوی تر فشار لاندې رایې ورکوي بلکې په خپله خوښه نه شي کولای رایې ورکړي، چې دغه مسئله له ښځو څخه د سیاسي مشارکت حق اخلي.»

د ښځو د حقوقو فعالانو انديښنه څرگنده کړه چې د افغانستان د څو غټو ښارونو پرته په نورو ولایتونو کې ښځې نه شي کولای چې په آزاده توگه خپلې رایې ورکړي. د هغوی په وینا په ډیر شمیر لیرو پرتو سیمو کې له یو پلوه ښځې له کورونو څخه د راوتلو حق نه لري او له بل پلوه نا امني هم د رایې ورکولو څخه د ښځو مخه رانیسي.

په دغه غونډه کې د ښځو یوې تنې فعالې ډاکټرې حمیدې وردک، وویل: «موږ اوس هم په ولایتونو کې داسې ښځې لرو چې د خپل تعلیم او صحت له پاره د کوره بهر نه شي تللی، نو د رایې ورکولو کارت به څنگه واخلي. د افغانستان لیرې پراته کلي او بانډې اوس هم خپل چیلنجونه لري.»

د دغې غونډې گډونوالو پر دې خبره ټینگار کاوه چې په ټاکنو کې د ښځو د حضور پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو د حل لار، د خلکو د ذهنیتونو اماده کول او په لرو پرتو سیمو کې د سړو او ښځو د باور بدلون دی.

د ښځو د حقوقو فعالانو دا هم وویل چې په اصل کې ملا امامان او سپین ږيري د کلیو او بانډو اصلي مالکان دي او په ټاکنو کې باید د ښځو د حضور په اړه د هغوی ذهنیتونو ته بدلون ورکړای شي.

میرمن وردک، په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «امکانات مه برابروئ، ولې د ذهنیتونو د آماده کولو له پاره کار وکړئ. د افغانستان علما دې ته واداره کړئ چې د ښځو د رایو په هکله خبري وکړي. سپین ږیري او هغه خلک چې په کلیو او بانډو کې حاکمیت لري، ته قناعت ورکړل شي، چې د ښځو د رایې په هکله خبرې وکړي.»

د ملي مشارکت په نوم مؤسسه په پام کې لري چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې څو غونډې جوړې کړي او د دغو غونډو په ترڅ کې د ټاکنو او په هغې کې د ښځو د گډون په هکله د خلکو پوهاوی لا پسې زیات کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب