1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي زیاتره نوي زیږیدلي کوچنیان مري

۱۳۹۶ اسفند ۱, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د يوه رپوټ له مخي د میلیونو انسانانو له پاره د ژوندي پاتيدو مبارزه د زیږیدو په اوله ورځ لا پیليږي. هر کال په میلیونونو نوي زیږیدلي ماشومان څلور اونۍ لا ژوند نه سي کولای.

https://p.dw.com/p/2sxvU
Pakistan Mütter mit Babys
انځور: picture-alliance/Pacific Press/R. Sajid Hussain

د نړۍ په سطحه په پاکستان ، افغانستان او مرکزي افریقا جمهوریت کي د نوو زیږیدلو کوچنیانو د ژوندي پاتېدو چانس ډیر خراب دی. دا خبره د نوو زیږیدلو کوچنیانو د مړیني په اړه د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په یوه رپوټ کي راغلې ده.

د نوموړي ادارې مشره هینریته فوري د رپوټ په معرفي کولو کي اندیښنه ښيي چي «هرکال په نړۍ کي ۲،۶ میلیونه نوي زیږیدلي کوچنیان یوې میاشتنۍ ته لا نه رسیږي. له هغوی څخه یو میلیون یې د زیږیدو په ورځ لا خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د پرمختیا په درشل هیواد پاکستان کي د بیلگې په توگه په اوسط ډول له ۲۲ نوو زیږیدلو څخه یو یې په لومړۍ میاشت کي له منځه ځي. که دغه هیواد له جاپان سره پرتله سي نو هلته بیا له هرو ۱۱۱۱ نوو زیږیدلو ماشومانو څخه يوازي یو یې مري.

د نوموړي رپوټ له مخي جرمني بیا د هغو هیوادونو په نوملړ کي ۱۲ ځای لري چي د ژوندي پاتېدو تر ټولو ښه چانسونو څخه برخمن دي. د احصایو له مخي دلته له ۴۳۵ نوو زیږیدلو کوچنیانو څخه یو یې څلورو اونیو ته نه رسیږي.


په گینیابیساو کي ځواني میندي له خپلو نوو زیږیدلو کوچنیانو سره
په گینیابیساو کي ځواني میندي له خپلو نوو زیږیدلو کوچنیانو سرهانځور: DW/B. Darame

په توره افریقا کي د نوو زیږیدلو ماشومانو د مړیني لوړه کچه

د یونيسف په فهرست کي له لسو خرابو هیوادونو څخه اته یې د افریقا د وچې په جنوب کي پراته دي. په هغو کي سومالیا،اینکلاوه لیسوتو ، گینیا بیساو، مالي او دعاج ساحل شاملیږي. تر ټولو دمخه بې وزلي او دښمنۍ ددې سبب کیږي چي په پادو هیوادونو کي امیدواره ښځي د پرمختللو هیوادونو په پرتله، صحي تدابیرو ته لاس رسی نه لري.

Angola Slum Kinanga in Luanda
انځور: DW/N. Sul d'Angola

لکه دلته د انگولا په پلازمینه لوواندا په بې وزله سیمه کی بیا د نوو زیږیدلو ماشومانو د مړیني کچه ډیره لوړه ده. فوري دا خبره واضح کوي چي «که سړی په دې اړه فکر وکړي چي د ډیرو دغه ډول پیښو مخنیوی کیدای سي نو دا واضح خبره ده چي نړۍ، د بې وزلو نوو زیږیدلو کوچنیانو د ژوند په ساتلو کي پاته راغلې ده.»

د رپوټ له مخي، مخکي له وخته ولادتونه، د زیږیدو پر وخت ستونزي، د سږو او عصبي سیستم ناروغي او د ویني میکروبي کیدل د دغو ماشومانو د مړیني مهم علتونه دي. د همدغو دلایلو له مخي یونیسف د لا ډیرو ډاکټرانو، نرسانو او دایه گانو د گومارلو او همدارنگه د نژدو پرتو کلینیکونو د جوړولو غوښتنه کوي. سربیره پردې باید میندو او کوچنیانو ته په کافي اندازه دارو درمل هم په اختیارکي ورکول سي.

په رپوټ کي داهم راغلي دي چي تر زیږیدو سمدستي وروسته د ضد عفوني موادو او پاکو اوبو موجودیت او همدارنگه ماشوم ته د مور شیدو ورکول هم ډیر مهم دي. فوري وايي: «موږ پوهیږو چي زیاتره دغه نوي زیږیدلي ماشومان په ارزانه بیه او ښو لارو چارو له مخي ژغورلای سوو».

نوي زیږیدلي کوچنیان، د ژوندي پاتېدو تر ټولو ښه چانسونه، په جاپان، آیسلند، سینگاپور او فنلند کي لري.

زموږ له آرشیف څخه: