1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ځانمرګي برید سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

یوه ځانمرګي بریدکوونکي د پاکستان د چارسدې سیمي په یوه محکمه کې ځان چولی او لږ تر لږه اته کسان یې وژلي دي. په دغه پېښه کې ۲۱ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1I8O6
انځور له ارشريفه
انځور له ارشريفهانځور: Reuters/Reuters TV

برید په شبقدر ښارګوټې کې د دوشبنې په ورځ سهار ترسره شوی دی. په دې وخت کې قاضیان او امنیتي ځواکونه تازه خپلو دندو ته حاضریدل.

د سیمې د پولیسو یوه چارواکي فیاض خان، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «یوه ځانمرګي بریدګر د محمکې په ودانۍ کې ځان الوزولی دی. تر اوسه پورې د برید په پایله کې اته کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.»

په چارسده کې د پولیسو قوماندان سوحیل خالد، دغه پیښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې په وژل شویو کسانو کې دوه پولیس هم شامل دي.

خالد زیاته کړې ده: «موږ اوس د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوو. د لومړنیو رپوټونو په حواله یو ځانمرګی بریدګر د محکمې ودانۍ ته ننوتی دی، او کله چې امنیتي ځواکونو د هغه د درولو هڅې کړې، نو دې برید کوونکي ځان الوزلی دی.»

تر اوسه پوري لا کومې ډلې د دغه برید پړه پرغاړه نه ده اخیستې. ځایي رسنیو داسې انځورونه ښوولي دي چې پکښې امبولانسونه ټپي شوي کسان رغتون ته لیږدوي.

شبقدر ښارګوټۍ د افغانستان او پاکستان پولې ته نزدې پروت دی. ويل کيږي چې په دغه سيمه کې په القاعدې پوري تړلي کسان او طالبان حضور لري.

پاکستاني امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۴م کال کې په سرحدي سیمې کې پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې په پایله کې یې ډېر یاغیان د دغو سیمو پریښودو ته اړ شول او له سرحده تر اوښتو وروسته په افغانستان کې میشت شول.