1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخراج پر وړاندې د مهاجرو مقاومت په پرله پسې ډول ډیریږي

۱۳۹۶ اسفند ۱, سه‌شنبه

د هغو رد شویو مهاجرو شمیر مخ پر لوړیدو دی چې له آلمان څخه د اخراجیدو پر وړاندې مقاومت کوي. په ۲۰۱۷ م کال کې تر هغه د یوه کال مخکې په پرتله دوه برابره ډیر پلان شوي اخراجونه په ورستیو شیبو کې ځنډیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2t0A9
Deutschland Sammelabschiebung vom Baden-Airport
انځور: picture-alliance/dpa/P.Seeger

د «اوسنا بروکه سایټنګ» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، د هغو شمیرو له مخې چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد د پارلمان د کیڼ اړخو په اختیار کې ورکړي دي معلومیږي چې تیر کال د ۹۸۱ مهاجرو اخراجول له ناکامۍ سره مخامخ شوی دی.

د دغو شمیرو له مخې تیرکال د ۵۲۵ رد شویو مهاجرو د اخراج بهیر د مقاومتي چلندونو له کبله ځنډیدلی دی، چې دا تر هغه د یوه کال مخکې د شمیر دوه برابره کیږي.

ډیري دغه مهاجر د اریتریا(۶۱ تنه)، مراکش(۴۹ تنه) او سومالیا(۴۷ تنه) هیوادونو پناغوښتونکي ول. په ۱۱۱ نورو مواردو کې هغه مهاجر چې ټاکل شوی وه اخراج شي، د ناروغۍ له امله اخراج ته حاضر شوي نه ول.

په ۳۱۴ نورو مواردو کې پیلوټانو او د الوتکې عملې د مهاجرو له انتقالولو څخه انکار کړی دی، چې دا ۱۲۶ سلنه زیاتولی ښئې. همدرانګه په ۳۱ نورو مواردو کې د مهاجرو مبدا هیوادونو د دوی له بیرته تسليمدو څخه ډډه کړې.

په عمومي توګه له آلمان څخه د رد شویو مهاجرو شمیر تیر کال کم شوی دی. تیر کال په ټوله کې له آلمان څخه ۲۳۹۶۶ تنه مهاجر اخراج شوي دي چې دا ۵،۶ سلنه تر هغې د یو کال مخکې په پرتله کموالی ښئې.

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازۍ اولا یلپکه، انتقاد کړی دی چې مهاجر په سخت ګیرۍ سره، حتی لکه د افغانستان په څیر په جګړه کې ښکیلو هیوادونو ته بیرته استول کیږي.

د یلپکه، په خبره رد شویو مهاجرو په ډیرې سختۍ سره غبرګون ښودلی دی او یو شمیر پيلوټانو هم د دوی له اخراجولو څخه انکار کړی دی. هغې د بشردوستانه اصولو پر بنسټ د اخراجونو ترسره کولو غوښتنه وکړه.