1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پنجاب کې د برید د ګواښ له کبله ښوونځي وتړل شول

۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ په پنجاب کې ټول ښوونځي تر هغه وروسته وتړل چې حکومت د یاغیانو له خوا د یوه احتمالي برید په اړه ګواښ وکړ.

https://p.dw.com/p/1HkCG
انځور: DW/F. Khan

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې پاکستاني طالبانو په پیښور کې پر باچا خان پوهنتون باندې برید وکړ او ۲۱ کسان یې ووژل. باچا خان پوهنتون تر بريد څو ورځي وروسته د دوشنبې د لنډې مودې له پاره پرانیستل شو، خو بیا وروسته چارواکو دغه پوهنتون بیرته وتاړه، څو محصلین د پیښې له صدمي څخه د راوتلو له پاره کافي وخت ولري.

په هغه یاداښت کې چې حکومت ښوونځیو ته استولی دی راغلي دي چې ۱۳ طالب یاغیان په وروستیو ورځو کې له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي دي او هدف یې د پاکستان په بیلابیلو برخو کې پر ښوونځیو باندي د بریدونو ترسره کول دی.

د پنجاب د ښوونې او روزنې وزیر رانا مشود احمد خان، ویلي دي چې په دې ولایت کې به ښوونځي د رواني میاشتې تر پایه پوري تړلي وي. هغه د ښوونځیو د تړلو لامل د بریدونو ګواښ نه، بلکې سړه هوا ښوولې ده.

په بلوچستان کې هم ښوونځي د ژمنیو رخصتیو له کبله تړل شوي دي. د پاکستان په نورو برخو کې ښوونځې پرانیستي دي او لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې ایا په پنجاب ولایت کې د ښوونځیو تړل کیدل د بریدونو له ګواښ پرته کوم بل لامل هم لري او که نه.

طالبانو په ۲۰۱۴م کال کې هم په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندې په بريد کې د ۱۴۴ ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کسان ووژل.

پاکستان افغان دیپلوماتانو ته اندېښنه څرګنده کړې


له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ یې افغان دیپلومات سید عبدالناصر یوسفي، راغوښتی دی او له هغه سره یې د چارسدې په برید کې د یو شمیر یاغیانو له خوا د افغانستان له خاورې د کاریدو په اړه خپله اندیښنه شریکه کړې ده.

پاکستانی چارواکو دغه افغان دیپلومات ته ویلي دي چې د هغوی د معلوماتو له مخې د باچا خان پوهنتون څلور تنه برید کوونکي د افغانستان له خاورې څخه کنترولیدل. په عین حال کې له کابل څخه غوښتل شوي دي چې دغو کسانو ته د جزا ورکولو په برخه کې له پاکستان سره مرسته وکړي.