1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کی څو نوري چاودنې وسوې

آژانسونه۱۳۹۴ مرداد ۱۷, شنبه

د افغانستان پلازمېنه په ۲۴ ساعتو کي د څو چاودنو شاهده پاته سوه. د شاشهيد د خونړي بريد وروسته پر افغان پوليسو ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځ ته کړه.

https://p.dw.com/p/1GBwi
انځور: Reuters/M. Ismail
د کابل په ښار کي د شاشهيد په سيمه کي د خونړۍ بمي چاودني وروسته څو نوري چاودنې هم وسوې. د يادي چاودنې څخه وروسته د افغان پوليسو پر اکاډمۍ يو ځانمرګی بريد وسو. د امنيتي چارواکو په وينا بريد ګر پلي روان او د افغان امنيتي ځواکونو يونيفورم يې اغوستی ؤ.

د افغان پوليسو د وينا له مخي ځانمرګي بريد ګر ځان د پوليسو د اکاډمۍ دروازې ته ورساوه چيري چي د تفريح وروسته ګڼ شمېر تربيه تر لاسه کوونکي پوليس په انتظار ولاړ ول چي د تلاښۍ وروسته مرکز ته پرېښودل سي. د افغان چارواکو په وينا په دغه بريد کي ۲۵ داسي کسان وژل سوي چي د پوليسو په دغه روزنيز مرکز کي يې روزنه تر لاسه کوله.

ويل سوي چي د افغان پوليسو پر روزنيز مرکز په دغه بريد کي لږ تر لږه ۲۰ کسان ژوبل سوي هم دي. د چارواکو په وينا اندېښنه موجوده ده چي ښايي د دغه بريد د قربانيانو شمېر نور هم جګ سي. د دغه بريد پړه د افغانستان وسله والو طالبانو په يوه پيغام کي په غاړه اخيستې چي د ټويټر په انټرنټي شبکه کي خپور سوی دی.

د موټر خونړۍ چاودنه

د دغه بريد څخه تر مخه په کابل کي د شاشهيد په سيمه کي خونړۍ چاودنې ۱۵ انسانان وژلي او تر ۲۴۰ څخه زيات يې ژوبل کړي ول. دا چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو د انفجار له کبله رامنځ ته سوه چي په يوه لارۍ موټر کي ځای پر ځای سوي ول. دغه چاودنه دومره زوروره وه چي په مځکه کي يې يو لويه کنده رامنځ ته کړه. دغه چاودنه د کابل په ختيځ کي د شپې په تقريبا يوه بجه و يو پوځي مقر ته نژدې وسوه.

دوې نوري چاودنې د کابل و هوايي ډګر ته نژدې رامنځ ته سوې. د عيني شاهدانو د راپورونو له مخي د دغو چاودنو وروسته د ډزو ږغونه هم واورېدل سول. د ناټو د وياند په خبره په دغو بريدونو کي د ناټو يو همکار وژل سوی او دوه بريدګر له منځه تللي دي. د ناټو وياند په دې هکله نور جزيات نه دي ورکړي.