1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د آلمان سفارت بیرته خپل فعالیت پیلوي

۱۳۹۶ دی ۲۴, یکشنبه

په کابل کې د آلمان سفارت رغنیزې چارې کابو څلور کاله وخت نیسي خو یاد سفارت راتلونکی اوړی له کانتینرونو خپل کار پیلوي

https://p.dw.com/p/2qodZ
Anschlag auf die deutsche Botschaft in Kabul
انځور: Picture alliance/Zumapress/R. Alizadah

په افغانستان کې د آلمان سفارت د تیر کال د مې په میاشت کې وروسته له هغې تړل شوی چې په کابل کې د دې سفارت مخې ته یوه خونړۍ چاودنه وشوه. د «دیر شپیګل» آلمانۍ مجلې د شنبې په ورځ د (۲۰۱۸م کال د جنوري میاشتې په ۱۳ نیټه) د کابل سفارت د بیرته پرانیستل کیدو په هکله یو رپوټ خپور کړی. د «دیر شپیګل» آلمانۍ مجلې په وینا په راتلونکي اوړي کې به د آلمان سفارت په کانتینرونو کې کار پیل کړي.

«دیر شپیګل» آلمانۍ مجلې د شنبې په ورځې په خپل دې رپوټ کې همدا راز زیاته کړې چې په کابل کې د آلمان سفارت د رغونې چارې به کابو څلور کاله وخت ونیسي او له همدې امله راتلونکي اوړي کې آلماني دپلوماتان به اوس په کانتینرونو کې خپل فعالیت پیلوي.

Afghanistan deutsche Botschaft in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

رپوټ همدا راز زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې د آلمان سفیر والتر هاسمن له خپل محدود ټیم سره په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له سفارت څخه خپل کارونه پرمخ وړي. رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې رپوټ په هکله له تبصرې ډډه کړې.

کابو اته میاشتې وړاندې په کابل کې د آلمان سفارت مخې ته د یوه خونړي موټر بم  چاودنې د سفارت د یو امنیتي پرسونل او ګڼ شمیر ملکیانو سربیره ۱۵۰ کسان ووژل شول.

زموږ له آرشیف څخه د کابل د همدي چاودنې په هکله یو انځوریز البوم: