1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د مظاهرې پر مهال پیاوړې چاودنه شوې

آژانسونه۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه

په کابل کې د یوې مظاهرې پر مهال یوه پیاوړې چاودنه شوې. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه د پیښې قربانیان ښيي خو لا تر اوسه پورې د تلفاتو د شمیر په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته.

https://p.dw.com/p/1JUkL
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

په فیسبوک ټولینیزې رسنې کې یوه خپره شوې ویدیو د کابل په دهمزنګ په سیمه کې، چیرې چې مظاهره کوونکي د اعتراض په توګه سره راټول شوي وو، د چاودنې صحنه ښيي.

لا تر اوسه پورې افغان چارواکو د دغې چاودنې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د سیمه ییزو رسنیو ژوندۍ نشرات پراګنده او قهرجن مظاهره کوونکي ښيي خو ویل کیږي چې اوس روغتیایي کارکوونکي او امنیتي ځواکونو قربانیان له سیمې څخه لیږدولي دي.

د کابل د جنایي څیړنو ادارې مشر فریدون عبیدي، ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د چاودنې څرنګوالی روښانه نه دی.

په کابل کې د شنبې په ورځ په زرهاو کسانو د بریښنا د یوې پروژې په تړاو مظاهره وکړه. مظاهره کوونکي له حکومت څخه غواړي چې دغه پروژه دې د بامیانو له لارې عملي شي خو حکومت بیا وایي چې په پروژې کې به بدلون را نه ولي.

د مظاهرې یوه تنظیموونکي جواد ناجي، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «زه د مظاهره کوونکو په منځ کې وم چې لوړه چاودنه وشوه. ډیر شمیر کسان وژل او یا هم ټپي شوي دي. زه په شوک کې یم.»

دغه خبره شیپه په شیبه تازه کیږي.