1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې هندي برمته شوې مرستندویه کارکوونکې وژغورل شوه

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج د شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې شپږ اوونۍ مخکې برمته شوې هندي مرستندویه کارکوونکې، ژغورل شوې ده.

https://p.dw.com/p/1JUhd
Indien Sushma Swaraj
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراجانځور: AP

سواراج په خپلې تویتر ټولنیزې پاڼه کې لیکلي دي: «زه د دې خبرې په اعلانولو خوشحاله يم چې جودیت دیسوزا، ژغورل شوې ده.»

هغې دا هم لیکلي دي چې له دیسوزا سره یې خبرې کړې دي. خو د هغې د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په خبره میرمن دیسوزا به د یکشنبې په ورځ خپل هیواد ته ورسیږي.

څلویښت کلنه دیسوزا د هندوستان د ختیځ ښار کلکټې، اوسیدونکې ده. هغې په افغانستان کې د «آغا خان» مرستندویه سازمان له پاره د تخنیکي مشاورې په توګه کار کاوه.

هغه د جون میاشتې پر نهمه نیټه د کابل ښار له قلعه فتح الله سیمې څخه د خپل دفتر په مخ کې د ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو له خوا برمته شوې وه.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې د دغې هندۍ وګړې تر آزادۍ وروسته په خپل تویتر پاڼه کې د افغانستان له خلکو مننه کړې ده: «مننه افغانستانه، د ټولو هغو هڅو او ملاتړ څخه چې د جودیت د ژغورنې په موخه دې ترسره کړې دي.»

په افغانستان کې د برمته نیونې په اړه نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب