1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاناډا کي د طبیعت ساتني سرمشریزه پیلیږي

۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترریش په کاناډا کي د طبیعت ساتني سرمشریزي له ګډون کوونکو څخه غوښتي دي چي د حیواناتو او نباتاتو د انواعو د ساتني یوه غښتلي تړون باندي موافقې ته سره ورسیږي.

https://p.dw.com/p/4KcUD
Indien | Malaienente in Dibrugarh
انځور: Prabhakar Mani Tewari/DW

ګوترریش د دغي سرمشریزي د افتتاح پر وخت وویل، چي متأسفانه اکثریت انسانان د طبیعت سره د یوه تشناب په ډول معامله کوي.

د ساینس پوهانو، مختلفو تنظیمونکو او غیردولتي سازمانونو نمایندګان هیله مند دي چي په مونتریال کي د ‌ډسمبر میاشتي تر ۱۹ مي پوري به د حیواناتو او نباتاتو د انواعو د ساتني په دغه کنفرانس کي په جهاني سطح یوه مهم تړون باندي موافقې ته سره ورسیږي. د کنفرانس یو هدف دا دی چي پر وچه او لنده باندي د حیواناتو او نباتاتو د انواعو حداقل ۳۰ فیصده تر حفاظت لاندي راسي.