1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کرکوک کې د کردانو او عراقي ځواکونو نښتي

۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبه

د عراق په شمال کې د تیلو شتمن ولایت کرکوک، له اوږدې مودې راهیسې د کردانو او د بغداد د حکومت تر منځ شخړه ایز ټکی دی. اوس د دغي سیمې په سویل کې د نښتو رپوټونه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2lsfw
Irak Armee startet Operation in Kirkuk
انځور: Getty Images/AFP/A. Al-Rubaye

د عراق د دولتي تلویزون د رپوټ له مخې د دغه هيواد د لومړي وزير په لارښوونه عراقي ځواکونه د هیواد په شمال کې کرکوک ولایت ته ننوتي دي. پر دغه ولايت د کردانو پیشمرګه واحدونه کنترول لري. د دغه رپوټ له مخې د کرکوک ولایت زیاته برخه له پیشمرګه، سره له نښتو پرته نیوله شوې ده.

کردي خبري انټرنیټ پاڼې رووداو، بیا برعکس د پیشمرګه ملیشې د یوه قوماندان له قوله رپوټ ورکړی دی چې د کرکوک په سویل کې نښتې پیل شوي دي. د هغه په خبره د درنو وسلو په گډون متقابل فیرونه شوي دي.

رووداو، د کردستان د خپلواکمنې سیمې د امنیت شورا له قوله ویلي دي چې د دغې حملې هدف یوه پوځي اډه، د ښار هوایي ډګر او د تیلو سیمي دي چې کردان يې کنترولوي. تیره شپه د عراقي ځواکونو له لوري کردي جنګیالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل چې د کرکوک له ښار څخه پر شا شي، پای ته ورسید.

بغداد او کردان د تیلو د عایداتو پر سره شخړه لري

د دغو عملیاتو تر پیلیدو څو ساعته وروسته عراقي ځواکونو د بریا خبر ورکړ. د وسله والو ځواکونو د قوماندې مرکز ویلي ول چې پر ډیرو سړکونو او زیر بناوو يې کنترول تر لاسه کړی دی، چې پکښې د تیلو تصفیه خانه هم شامله ده. د هغوی په خبره پرمختګ ادامه لري.

د تیلو د دغه بډای ولایت پر سر له اوږدې مودې راهیسې د عراق د مرکزي حکومت او عراقي کردانو تر منځ شخړه ده. داړو خواوې د دغه سیمې د ملکیت ادعا کوي. خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې کردانو د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې هغه مهال د دغه ولایت کنترول واخيست، چې د عراق پوځ د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش تر یرغل وروسته له دغه ولایته ووت. له هغې راهیسې پیشمرګه د دغه سیمې د ملکیت ادعا کوي، که څه هم د هغوی د خپلواکمني سیمې په قلمرو کې نه راځي.

په سپتمبر میاشتې کې کردانو د عراق په شمال کې له دغه هیواد څخه د بیلیدو له پاره یو ریفرنډم یا ټولپوښتنه تره سره کړه. د کردانو د معلوماتو له مخې تر۹۰ سلنه زیات خلک له عراق څخه د جلا کیدو پلویتوب کوي. تر دغه ریفرنډم وروسته له بغداد سره د کردانو ترینګلتیا زور اخیستی دی.

د بغداد مرکزي حکومت د کردانو له لوري تر سره شوې ټولپوښتنه د اساسي قانون خلاف بولي او د دغه هیواد پر یووالي باندې ټینګار کوي. همداشان ترکيه او ایران هم دغه ریفرنډم نه مني. بغداد او همداشان ترکیې او ایران د ریفرنډم په غبرګون کې د کردي خپلواکمني سیمې هوایي قلمرو تړلی دی.

د کردانو پيشمرګه واحدونه د عراق پر حکومتي ځواکونو باندې پر «کردستان د جګړې» د چمتووالي تور لگوي. د پیشمرګه یوه جګپوړي قوماندان د یوې پوځي مخامختیا ګواښ کړی دی، که چیرې بغداد د کرکوک د نیولو هڅه وکړي. د عراق لومړي وزیر د کردانو برعکس پر دې خبره باندي ټینګار کړی دی چې حکومتي ځواکونه به پر عراقي ولس که عربان وي او یا هم کردان کوم برید و نه کړي. د هغه په خبره کومه عربي ـ کردي شخړه نه غواړي.

زموږ له ارشيف څخه: