1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د ناټو څرخۍ الوتکه رالوېدلې ده

نجيب الله زيارمل (dpa,ap)۱۳۹۱ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

په افغانستان کي مېشته د ناټو ځواکونه وايي، چي د دغه هیواد په جنوب کي ئې يوه څرخۍ الوتکه را لوېدلې ده او پنځه تنه بهرني عسکر پکښې وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/17vIO
ARCHIV: Soldaten der Bundeswehr gehen in Faisabad in Afghanistan bei der Landung eines Hubschraubers vom Typ CH-53 in einer Staubwolke (Foto vom 19.09.08). Aussenminister Guido Westerwelle denkt offenbar daran, die Bundeswehr schneller aus Afghanistan abzuziehen, wenn die Sicherheitskraefte frueher die Verantwortung fuer das eigene Land uebernehmen. "Deutschland verhaelt sich synchron mit den afghanischen und internationalen Partnern", sagte der FDP-Politiker nach Informationen der in Duesseldorf erscheinenden "Rheinischen Post" zu Vertrauten. (zu dapd-Text) Foto: Michael Kappeler/dapd
Afghanistan Hubschrauberانځور: dapd

په افغانستان کي د ناټو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي لومړنۍ څېړني ښيي چي الوتکه ويشتل سوې نه ده. دغه ځواکونه زیاتوي، چي الوتکه د دوشنبې په ماښام د کندهار ښار ته څرمه رالوېدلې ده. د وژل سوو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل سوي.

دا د تيرکال له اگست مياشتي راهيسي مهم ترين تصادف وو. هغه مهال يوه څرخۍ الوتکه په کندهار ولايت کي له وسله والو ياغيانو سره په نښته کي وويشتل سوه او را ولوېده. په هغه الوتکه کي ۷ تنه امريکايي او څلور تنه عسکر ووژل سول.

د کندهار امنيه قوماندان عبدالرازق د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي، چي څرخۍ الوتکه د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کي رالوېدلې ده. هغه زیاته کړې ده: «په قوی احتمال په الوتکه کي وژل سوي کسان امريکايي سرتيري دي.»

ښاغلي عبدالرزاق ويلي دي، چي خرابه هوا او تخنيکي ستونزي د الوتکي د رالوېدو سبب سوي دي. ځکه د هغه په خبره په دغه سيمه کي ياغيان فعال نه دي.

که څه هم ایساف په خپلو عملیاتو کې د وژل شویو کسانو هویت نه بربنډوي، خو بیا هم یوه لویدیځ چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دا خبره منلې ده چې وژل شوي کسان ټول امریکایان ول. په همدې حال کې د ایساف له خوا په خبره شوې وینا کې راغلي دي چې د الوتکې د رالویدو له کبله په هغې کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

دغه الوتکه په داسې حال کې رالویدلې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې د وردکو په ولایت کې د یوه «دوست-دښمن» برید په پایله کې دوه تنه امریکايي سرتیري ووژل شول او لس تنه نور ټپیان شول.

تر دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي، ویلي وو چې د طالبانو بریدونه د امریکايي ځواکونو د هدفونو په گټه دي او هغوی کولای شي چې له دې لارې د لا ډیر وخت له پاره په افغانستا ن کې پاټې شي. خو امریکا دغه څرگندونې په کلکه رد کړې او وو یې ویل چې دې هیواد د افغانستان له خلکو سره د مرسته کولو په لار کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي.