1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کومو اروپایي هیوادونو کې پر بشپړ مخ پټولو بندیز دی؟

۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعه

د ډنمارک پارلمان په عامه ځایونو کې پر بشپړ نقاب یا چادري باندې د بندیز پریکړه تصویب کړه، چې له اګست میاشتي څخه به تطبیق شي. ځینو اروپایي هیوادونو لا تر مخه دغه شان پريکړي کړي وې.

https://p.dw.com/p/2ynJM
Deutschland Salafismus Frauen
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler

په اصطلاح بشپړه ځان پټول په عمومي ډول هغو کالو ته ویل کیږي چې مخ په بشپړه توګه پټ کړي، په دې کې ماسکونه او ځینې هیلمټونه یا خولۍ هم راځي. خو زیاتره وخت دغه بندیز د نقاب یا چادرۍ پر ضد راجع کیږي. له دې کبله زیاتره مهال د مخ پټولو بندیز پر چادرۍ باندي (په اروپا کي برقع ورته وايي) د بندیز په توګه یادیږي.

دغو اروپایي هیوادونو پر نقاب او چادري باندې بندیز لګولی دی:

لومړی ګام فرانسې واخیست

فرانسه لومړنی اروپایي هیواد وو چې په عامه ځایونو کې یې پر نقاب او چادري باندې بندیز ولګاوه. دغه بندیز د ۲۰۱۱م کال له اپریل میاشتې راهیسې نافذ دی. دا چې دغه ګام د توپیري چلن له تورونو سره مخامخ نه شي، نو د قانون متن عمدي مذهبي مخ پټول نه یادوي او متن یې پرانیستی فورمولبندي شوی دی: «هیڅوک په عامه ځایونو کې د داسي کالیو اغوستلو اجازه نه لري، چې مخ په بشپړه توګه پټ کړي.» پر دې سربیره په ښوونځیو کې پر هر ډول مذهبي کالیو اغوستو باندي بندیز دی، د پوړني اجازه هم نه شته.

د اټکلونو له مخې په فرانسه کې پر نقاب او چادرۍ باندي په بندیز سره یوازې شاوخوا ۲۰۰۰ ښځي اغیزمنې شوي دي، دا په دې معنی چې په دغه هیواد کې له پنځو میلیونو مسلمانانو څخه شاوخوا دوه زره ښځي نقاب یا چادري پر سروي.

تر فرانسې وروسته بلجیم

بلجیم د ۲۰۱۱م کال له جولای میاشتې څخه په عامه ځایونو کې پر مخ پټولو بندیز وضع کړ. که څوک له دې قانون څخه سر وغړوي، باید نغدي جریمه ورکړي او یا آن تر اوو ورځو پورې په بند کې تیرولو باندي حساب وکړي.

د فرانسې په شان، په بلجيم کي هم لږې ښځي اغیزمني شوي دي. په بلجيم کې د یو میلیون مسلمانانو په منځ کې د هغو ښځو شمیر چې نقاب یا چادري اغوندي شاوخوا ۳۰۰ کسان اټکل شوی دی.

Deutschland Salafismus Frauen
ډنمارک د پنجشنبې په ورځ په عامه محضر کې پر نقاب او برقع بندیز وضع کړانځور: picture alliance/dpa/U. Deck

هالنډ له ځينو محدودیتونو سره

د هالنډ پارلمان په بشپړ ډول پر مخ پټولو بندیز په ۲۰۱۶م کال کې وضع کړ. خو پر بشپړ حجاب یا نقاب باندي بندیز په ټول هیواد کې نه شته، بلکې یوازې په دولتي ودانیو کې، په عامه ترانسپورت کې او په ښوونځیو او روغتونو کې پرې بندیز دی. له دغه بندیز څخه سرغړونه تر ۴۰۰ یورو نغدي جرمي پوري رسیږي.

د فرانسې او بلجیم په شان، په هالنډ کې هم د نقاب یا چادري اغوستونکو شمیر کم دی. حکومت دغه شمیر شا او خوا سل تنې اټکلوي.

په بلغاریا کې ځیني استثنات

د هالنډ په شان، بلغاریا هم په ۲۰۱۶م کال کې پر بشپړ مخ پوټي بندیز لګولی دی. په دغه هیواد کې هم د غه قانون ته د نه پاملرني په ترڅ کې نغدي جریمه آن تر۷۵۰ یورو پوري رسیږي. خو دلته هم په ټولو ځایونو کې بندیز نه دی. د سپورټ، دندې او عبادت ځایونو په برخه کې استثنا شته.

اتریش

اتریش د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې پر بشپړه مخ پوټي باندي بندیز ولګاوه چې د «مخ پوټي ضد قانون» په نامه یادیږي. د دغه قانون له مخې په عامه ځایونو کې له زنې څخه تر ویښتانو پوري باید مخ ښکاره وي. که څوک دغه کار و نه کړي، تر ۱۵۰ یورو پورې ښایي جریمه شي.

ډنمارک

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می ۳۱) د ډنمارک پارلمان پر بشپړ مخ پټولو بندیز ولګاوه. ۷۵ استازو د دغه قانون په پلویتوب او ۳۰ په مخالفت کې خپلې رای وکارولي. دغه قانون به له اګست میاشتي راهیسې نافذ شي. له قانون څخه د سرغړوني په صورت کې تر ۱۳۵ یورو نغدي جریمه شته او د تکرار په صورت کې ښایي دغه جریمه لس واري زیاته شي.

په نورو هیوادونو کې بحثونه

په ډیرو نورو اروپایي هیوادونو کې پر دغه موضوع باندي بحثونه شوي او یا لا هم ادامه لري، چې پکښې آلمان، سویس، ایستلند، لاتويا، لیتوانیا او ناورې راځي.

د هسپانيا د کاتالونیا په ځینو برخو کې پر مخ پوټي باندي بندیز وو خو محکمې بیرته لیري کړ. په ایټالیا کې په دې هکله بحثونه نه کیږي، ځکه په دغه هیواد کې له ۱۹۷۰م کال راهیسې په عمومي توګه پر داسې کالیو اغوستولو باندي بندیز دی چې د یوه کس پيژندل سختوي.

زمو له آرشیف څخه: