1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۳ کال کي د افغانستان برياوي او ناکامۍ

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ دی ۱۰, سه‌شنبه

افغانستان په دغه کال کې د امنیتي مسوولیتونو د پرغاړه اخيستلو بهیر بشپړ کړ. اوس افغان ځواکونه په رسمي توګه د ټول هيواد امنیتي مسوولیت پر غاړه لري. د ټاکنو له پاره هم چمتوالی نیول شوی خو د سولي بهیر بيا برياوي نه لرلې.

https://p.dw.com/p/1AjPs
انځور: Reuters

افغان حکومت وایي چې که څه هم په ۲۰۱۳ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ډیر شوي دي خو بیا هم طالبان توانیدلي نه دي چې په دې کال کې خپلو اهدافو ته ورسیږي او کوم ولایت او یا هم څو ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راولي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په هغو سیمو کې چې افغان امنیتي ځواکونه یې مسوولیت پر غاړه لري، د پخوا په پرتله امنیت ښه شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې طالبان په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د امنیت په خرابولو توانیدلي نه دي. هغه زیاتوي: «انشا الله چې دښمن ماتې خوړلې ده. په ۲۰۱۳ کال کې دښمن ماتې خوړلې ده او د افغانستان د امنیت خرابولو توان نه لري.»

د افغانستان د کورنیو او دفاعي چارو وزارتونو د ۲۰۱۳ کال په دوبي کې ویلي ول چې له هغو طالبانو سره د مقابلې له پاره چمتوالی لري چې له پاکستان څخه د افغانستان د بیا نیولو په موخه دې هیواد ته راځي.

«په قطر کې د افغانستان سپکاوی»

د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو دفتر
د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو دفترانځور: AFP/Getty Images

که څه هم څیړونکي وایي چې افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د سولې په بهیر کې برياوي نه لرلې، خو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان په دې کال کې توانیدلی دی چې له څو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی، ادعا کوي چې د سولې بهیر په ۲۰۱۳ کال کې ځیني برياوي لرلې: «هڅه مو وکړه چې د سیمي د هیوادونو په خاصه توګه پاکستان ملاتړ ولرو. که څه هم دغه بهیر ورو روان دی خو بیا هم موږ برياوي لرو.»

تیره میاشت د سولي د عالي شورا يوه پلاوي پاکستان ته سفر وکړ. کله چې دغه پلاوی بیرته افغانستان ته راغی، رسنیو رپوټ ورکړ چې د پلاوي مشر یوازي یوه دقیقه له ملا برادر سره لیدلي دي. رسنیو دا خبره هم کړې وه چې د افغان استازي د ليدني پر مهال ملا برادر، ویده وو.

د پارلمان یو استازی عبدالستار درزابي، وایي چې د سولې د عالي شورا استازي له ملا برادر سره په لیدو نه دي توانیدلي او له طالبانو سره د افغان حکومت د جوړ جاړي هڅې څو واري له ستونزو سره مخامخ شوي دي. درزابي وایي چې په قطر کې د طالبانو د بیرغ پورته کیدل ډیرو افغانانو ته سپکاوی وو: «کله چې په قطر کې د طالبانو بیرغ پورته شو، هغه د افغانستان له پاره تر ټولو شومه ورځ وه. له نیکه مرغه دغه بیرغ د افغانانو د هڅو په پایله کې بیرته راکښته شو.»

د طالبانو یو شمیر استازو د ۲۰۱۳ کال د جون میاشتې پر ۱۸ نیټه په قطر کې یو دفتر پرانیست. په دغه دفتر کي د طالبانو سپین بیرغ رپیدی او همداراز د دفتر پر لوحه باندي د «افغانستان اسلامي امارت» عبارت لیکل شوی وو. په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په مراسمو کې د افغان حکومت او سولي عالي شورا استازي موجود نه ول. ولسمشر کرزی دې موضوع ډیر په غوسه کړ او پر دې کار باندې یې سخت اعتراضونه وکړل چې په پایله کې یې د طالبانو دفتر بیرته وتړل شو.

«د خلکو اراده برمته شوې ده»

له امریکا متحده ایالاتو سره د دوه اړخيز امنیتي تړون لاسلیکیدل د ۲۰۱۳ کال تر ټولو مهمه پېښه وه. کارپوهان وایي چې د دغه تړون لاسلیکیدل به په افغانستان کې د حکومت د نسکوریدو او په هیواد کې د یوه نوي کړکېچ د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

د افغانستان مشورتي لویې جرګې د قوس یا لېندۍ میاشتې پر دریمه نېټه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکیدل ومنل، او ولسمشر کرزي ته يې مشوره ورکړه چي هغه ژر تر ژره لاسلیک کړي، خو ولسمشر کرزي تر اوسه پوري دغه کار کړی نه دی.

مشورتي لويه جرګه
مشورتي لويه جرګهانځور: Hussain Sirat

د سیاسي چارو کارپوه شاه حسین مرتضوي، وايي چې ولسمشر د خلکو اراده برمته کړې ده. هغه زیاتوي: «د امریکا د ۱۷ امنیتي سازمانونو د څیړنو له مخې که امنیتي تړون لاسلیک نه شي افغانستان به په ۲۰۱۷ کال کې له سختو چلينجونو سره مخامخ شي. که کرزی غواړي چې یو تل پاته میراث پریږدي، باید دغه تړون لاسلیک کړي.»

د امنیتي تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې له ۸۰۰۰ څخه نيولې تر ۱۲۰۰۰ تنو امریکايي ځواکونه په نهو اډو کې میشت شي. ولسمشر کرزي ویلي دي چې تر هغه وخته پوري به دغه تړون لاسلیک نه کړي چې امریکا په افغانستان سوله تضمین کړې نه وي.

پر دې سربیره هم افغانستان د ټاکنو له پاره د چمتوالي بهیر پیل کړی دی. اوس ټاکنیز پروګرامونه په ښه ډول پر مخ روان دي. افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو ټاکنې کوي. دغه ټاکنې د افغانستان د راتلونکې له پاره ډیرې مهمې دي.

د ښځو له پاره سخت کال

په ۲۰۱۳ کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ډیري پېښي ثبت شوې دي. د تاوتریخوالي په دغو پېښو کې له صحرايي محاکمو نیولې د بدن غړو تر پرې کولو، جنسي تیري او نورو شامل دي.

د ښځو د حقونو فعالان ګواښ کوي چې که نړیوال تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان یوازي پرېږدي، نو په تیرو دولسو کلونو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې لاس ته راوړنې به له خاورو سره خاوري شي.

یوه سناتوره بلقیس روشن وایي چې ۲۰۱۳ کال د ښځو له پاره یو ښه کال نه وو. هغه زیاتوي: «۲۰۱۳ کال هیڅ د ښځو له پاره ښه کال نه وو، ځکه په دغه کال کې پر ښځو باندي باور او اعتقاد نه وو. له ښځو سره تاوتریخوالي په دې کال کې هم دوام پیدا کړ.»

په عین حال کې څېړونکي وایي چې په ۲۰۱۳ کال کې د امنیتي مسوولیتونو لیږدول او د ټاکنو له پاره چمتوالی دوې ډیري مهمي موضوعګاني وې. کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د نسبي ثبات دوام د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخامخ اړیکه لري.