1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ۴ میاشتو کې د طالبانو ۱۶۰۰ یرغلونه پر شا تمبول شوي»

حسین سیرت۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې طالبان د پسرلنیو عملیاتو د پر لاره اچولو سره پر دې نه دي توانیدلي هغه ولسوالي ونیسي چې خپل هدف یې گرځولی وو. د وزارت په وینا طالبانو چې د سیمو د نیولو له پاره کوم پلان لاره، ناکام شوی دی.

https://p.dw.com/p/1FRWM
انځور: picture-alliance/epa/G. Habibi

د افغانستان وسله والو مخالفینو د روان لمریز کال د ثور په میاشتې کې په شمالي ولایتونو کې سخت بریدونه پر لار واچول. د بدخشان، کندز او فاریاب ولایتونه په تیره یوه میاشت کې له نا امنیو سره مخامخ ول.

د افغانستان د دفاع وزرات هغه رپوټونه ردوي چې گواکې طالبانو په کندز ولایت کې د خپل پرمختگ سره د دغه ولایت د مرکز حتی پنځه کیلومتری ته رسیدلي دي. دغه وزارت نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې «کندز ښار ته کوم گواښ» موجود نه دی. د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو خپل کومانديي قطعاتو استولو سره د طالبانو د پرمختگ مخه ونیوله.

د دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس جنرال افضل امان د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې طالبان پر کندز د یرغل وړتیا نه لري، خو په وینا یې د چهار دره، امام صاحب او د گورتپه په سیمه کې تصفیوي عملیات ادامه لري. : «په پام کې وه چې هغوی یو شمیر ولسوالې تر خپل تصرف لاندې راولي، د خپل ځان له پاره مصوونه او امن لرونکي ساحې رامنځ ته کړي او له همدغو ساحو څخه د خلکو د وژنو له پاره تعلیمي او تکتیکي امکانات برابر کړي. خو په دغه پلان کې یې ماته وخوړه.»

افضل امان په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې په حاضر وخت کې د افغانستان هیڅ کوم اداري واحد یا د دې هیواد کومه مهمه لویه لار د طالبانو په کنترول کې نه ده.

د یرغلونو زیاتوالی

د افغانستان د دفاع وزارت له لوری د ورکړل شوو ارقامو له مخې، طالبانو په تیرو څلورو میاشتو کې تر ۱۶۰۰ زیات بریدونه تر سره کړي دي. په دغو بریدونو کې تهاجمي یرغلونه، چاودنې، وسله وال بریدونه شامل دي.

افضل امان په خبره د ملي اردو له لوري پر لاره اچول شوو عملیاتو له کبله نه یوازې د طالبانو دغه بریدونه پر شا وتمبول شول بلکې په وینا یې اوس د هیڅ کوم ولایت یا ولسوالۍ د سقوط په هکله کومه انديښنه نه شته. هغه زیاته کړه: «په کندز، پسابند، چارسده، گلستان، د هیواد په ختیځ، سر پل او د افغانستان په ټولو نقطو کې مو د هغوی سرچینې له منځه وړي او نن ورځ د افغانستان خلک دا انديښنه نه لري چې دښمن به د سیمو د ولکه کولو خپل هدف ته ورسیږي.»

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري ویلي دي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې خپل «وروستی توان» په کار واچاوه تر څو لاس ته راوړنې ولري خو کوم اهداف چې یې ټاکلي وو، هغې ته و نه رسیدل. دولت وزیري په خپلو څرگندونو کې وویل چې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې قوماندان مسلح الدین د خپلو څلور تنو سره وژل شوی او د نازیان په ولسوالۍ کې هم ۱۵ تنه وژل شوي دي.

«د طالبانو او داعش تر منځ جگړه»

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په وروستیو وختونو کې د افغانستان د ننگرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې داعش او طالبانو د یو بل پر ضد سنگرونه نیولي دي او د دغو دواړو ډلو تر منځ جگړه کې په لسگونو کسان وژل شوي دي.

خو دغه رپوټ د مستقلو منابعو او رسنیو له خوا تصدیق شوی نه دی. که څه هم ویل کیږي چې «داعش» په افغانستان کې کوم ټولنیز بستر نه لري او د ودی امکانات یې محدود دي، خو د رپوټونو له مخې ځینې محدود بهرني او کورني جنگیالي د دغې ترهگرې ډلې تر بیرغ لاندې فعالیت لري.

افضل امان په خپلو څرگندونو کې وویل چې د دغو دواړو ډلو تر منځ «نښتې» د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ترهگرۍ ضد عملیاتو باندې اغیزه نه لري: «داسې نه ده چې د طالب او داعش تر منځ دې جگړه وي او موږ دې بې تفاوته پاتې شو. هر هغه ډله چې د افغانستان او زموږ خلکو پر وړاندې گواښ پیدا کړي، مونږ به د هغې پر وړاندی په عمل لاس پورې کړو.»

لا تر اوسه په افغانستان کې د بهرنیو تندلارو جنگیالیو دقیق شمیر معلوم نه دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي څه موده وړاندې وویل چې د هغوی شمیر تر ۳۰۰۰ نه اوړي.