په ۷ اروپايي هيوادونو کي د پناه غوښتني د منلو سلنه څومره ده؟
په ۲۰۱۵م کال کي د اروپايي اتحاديې په ۲۸ غړو هيوادونو کي تقريبا ۱،۳ ميليونه د پناه غوښتنې وسوې. کوم هيواد څو سلنه قبولي کړي؟ د ۷ هيوادونه معلومات په دغه انځوريز البوم کي وګورئ:
د پناه غوښتني د قبولۍ دوه ډوله
قبولي دوه ډوله ده. د لومړۍ درجې قبولي سياسي پناه ده چي قبول سوی مهاجر په سمدلاسه توګه په کوربه هيواد کي دايمي د پاته کېدو اقامه يا د مهاجرت پاسپورټ او د کار اجازه او نور تر لاسه کوي. د دويمي درجې قبولي په اصلي هيواد کي د موجود خطر له کبله د جنيوا کانونسيون په ړنا کي په موقته توګه د پاته کېدو اجازې ته ويل کيږي.
اتريش
د لومړۍ درجې قبولي تر۱ سلنه کمه، د دوهمي درجې قبولي تقريبا ۷۰ سلنه
آلمان
د لومړۍ درجې قبولي ۰،۷ سلنه، د دوهمي درجې قبولي تقريبا ۴۸،۵ سلنه
هالند
د لومړۍ درجې قبولي ۲ سلنه، د دوهمي درجې قبولي تقريبا ۸۰ سلنه
بريتانيه
د لومړۍ درجې قبولي تقريباً ۴ سلنه سلنه، د دوهمي درجې قبولي ۳۲ سلنه
سويس
تقريبا ۲۳ فيصده د لومړۍ درجې قبولي، ۴۰ فيصده د دويمي درجې قبولي
سوېډن
تقريبا ۳ سلنه د لومړۍ درجې قبولي، تقريبا ۶۹ سلنه د دويمي درجې قبولي
فرانسه
صفر سلنه د لومړۍ درجې قبولي، تقريبا ۲۶ سلنه د دويمي درجې قبولي
اېټاليا
تقريبا ۱۱ فيصده د لومړۍ درجې قبولي، ۲۰ فيصده د دويمي درجې قبولي