1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين له افغانستان سره د مرستي اراده څرگنده کړه

۱۳۹۶ آذر ۲۳, پنجشنبه

د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين وويل چي هيواد ئې تيار دئ چي له امريکا متحدو ايالاتو او افغان حکومت سره په گډه په افغانستان کي د مخدرو موادو پرضد مبارزه او له دغه هيواد سره د وسلو او پوځي تجهيزاتو مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2pNTN
Russland Moskau Präsident Putin bei PK
انځور: Getty Images/AFP/A. Nemenov

د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ په مسکو کي له خبريالانو سره په خپل کلني خبري کنفرانس کي وويل چي هيواد ئې تيار دئ د افغانستان له مرکزي حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په هغه جمله کي په پوځي برخه کي هم.

هغه وويل: «موږ وينو چي د افغانستان مرکزي حکومت نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري او موږ تيار يوو چي ملاتړ ئې وکړو، دغه راز لکه په تيرو کلونو کي چي مو د ملي کادرونو، جنايي جرمونو مستنطقين، او وسله والو ځواک په روزلو او تجهيزولو کي مرسته کړې ده.»

د هغه په خبره «دا امکان نه لري چي افغانستان دي بې له اقتصادي ملاتړه خپلي ستونزي حل کړي، يا دي د مخدرو موادو له کښت او قاچاق سره مبارزه وکولای سي.»

پوتين روښانه کړه: «له بده مرغه افغانستان هغه سيمه ده چي د نړۍ ډېر مخدر مواد پکښې توليديږي او د هغو ډېره برخه روسيې ته قاچاقيږي. دا امکان نه لري چي سړی دي اندېښمن نه کړي، نو موږ هم تيار يوو چي د افغانستان له حکومت، امريکا متحدو ايالاتو او نورو سره په گډه پر دغو ستونزو د غلبې له پاره همکاري وکړو.»

د افغانستان د وضعيت په اړه د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين «د نړيوال تروريزم د گواښ زياتېدو» خبره وکړه. هغه وويل: «موږ وينو چي افراطي وسله وال د افغانستان په شمال کي د شوروي اتحاد له پخوانيو جمهوريتونو لکه تاجيکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره په سرحد کي ورځ تر بلي ډيرې سيمي نيسي. په تاجيکستان کي زموږ ۲۰۱ پوځي قرارگاه او په قرغزستان کي مو هوايي اډې ته په کتو سره بې له شکه چي دا زموږ د اندېښنې سبب هم گرځي.»