1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: ناټو سړه جگړه راوړي

۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبه

د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين وايي، چي ناټو بيرته سړه جگړه راولي، خو دې ته هم بايد سړی متوجه وي چي جغرافيايي سياست هم پر مخ وړي.

https://p.dw.com/p/14byD
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې لومړي وزير ولاديمير پوتين د چهارشنبې په ورځ په دوما کي د خبرو پر مهال د ناټو تړون د سړې جگړې بيا راوستونکی وباله او ويې ويل چي دا هغه تړون دئ چي ځيني وختونه داسي ځايونو ته خپله „پزه ورننباسي“ چي په ده پوري اړه نه لري.

هغه زياته کړه چي په ځيني وختونو کي بيا دغه تړون ښکارنده بقش لوبوي:

«زه دا خپلو همکارانو ته په ډاکه وايم چي ناټو تړون د سړې جگړې راوستونکی دئ.»

پوتين وويل، چي د وارسا تړون نور له منځه تللی دئ، زه نه پوهيږم چي نور نو دغه ډول تړون ته لکه ناټو څه اړتياده:

«خو هغه سته. او سړی بايد له جغرافيايي سياست سره حساب وکړي، او پر هغه سربيره ځيني وختونه ناټو په نړيوالو مسايلو کي تثبيت کوونکی نقش لوبوي.»

د روسيې لومړي وزير زياته کړه چي سړی بايد رشتيا ووايي: «ناټو ځيني وختونه داسي ځايونه ته پزه ورننباسي چي په دې پوري مربوط نه وي، او حتي له خپله چوکاټه وزي.»

ده وويل، چي دې ته بايد روسيه «اړونه جواب ووايي.»

ولاديمير پوتين د روسيې په پارلمان کي د وينا پر مهال زياته کړه، چي ناټو په ځينو ځايونو کي، لکه په افغانستان کي چي د ملگرو ملتونو د ماموريت په چوکاټ کي دنده تر سره کوي ښکارنده نقش لوبوي.

«زه غواړم چي ستاسو څخه وپوښتم او راځئ چي بېله سياسي اړيکو څخه هغه څه درک کړو چي په افغانستان کي تيريریږي. او موږ تاسو په دې پوهيږم چي هلته څه تيريږي. ايا په افغانستان کي اوس حالت ښه سوي؟»

پوتين زياته کړه چي نه زه او نه هم تاسو غواړی چي عسکر مو د افغانستان او تاجکستان په سرحد کي وجنگیږي.

«هلته ناټو پوځي حضور لري او خدای دي د هغوی ساتندوی سي. او ښه کار ورته غواړو.»

انترفکس/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: قاسم نوري