1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین په افغانستان کې د داعش په اړه اندیښنه څرګنده کړه

۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ د شانګهای کنفرانس پر مهال وویل چې د اسلامي دولت ترهګره ډله افغانستان ته د رسیدو په حال کې ده. په دې غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Fx5l
Wladimir Putin
انځور: Imago/Itar-Tass/M. Metzel

هغه د روسیې په اوفا ښار کې د شانګهای د همکاریو تر کنفرانس وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل: «موږ د اسلامي دولت ډلې یاغیانو د مخ په ډیریدونکو فعالیتونو شاهدان یو چې خپلې ریښې یې دغه هیواد [افغانستان] ته غځولې دي.»

پوتین د شانګهای د کنفرانس په څنډو کې له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره هم ولیدل او د کابل او مسکو د اړیکو پر سر يې خبرې اترې وکړې. غني همداراز د جمعې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف، سره هم ولیدل.

د شانګهای د همکاریو په کنفرانس کې چې د مرکزي اسیا یو شمیر هیوادونه په کې غړي دي او د هندوستان او پاکستان له خوا هم په کې ګډون کیږي، تر دې مخکې هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هیواد د امنیتي وضعیت په اړه خبرې شوې وې. په دغه کنفرانس کې موافقه وشوه چې د افغان حکومت د هغو هڅو ملاتړ وشي چې له مخې یې غواړي افغانستان له ترهګرۍ پاک شي.

پوتین وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لس کلن اوږد حضور په دغه هیواد کې «له امنیتي لحاظه باکیفیته بدلون رامنځ ته نه کړ او دا چې د مرکزي اسیا هیوادونه په دې اړه اندیښنه لري چې افراطې اسلامپالې په خپلې قلمرو وغځوي».

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف، هم په دې اړه وویل: «د دې موضوع یو واقعي ګواښ شته چې بې ثباتي ګاونډیو هیوادونو ته راشي. موږ، د افغانستان ګاونډي، دا له نظره نه شو غورزولی.»

هغه زیاته کړه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل ګاونډي هیوادونه اندیښمن کوي ځکه د هغوی خلا د ترهګرو له خوا ډکیدای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب