1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: ولسمشرۍ ته بيا ځان کانديد وم

۱۳۹۶ آذر ۱۵, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د نوي کال په مارچ میاشت کې د ترسره کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره خپله نوماندي اعلان کړه. هغه اوس هم ډیر مینه وال لري، څو د راتلونکو شپږو کلونو له پاره یې د ولسمشر په توګه وټاکي.

https://p.dw.com/p/2osnx
Russland Nischni Nowgorod Wladimir Putin
انځور: picture-alliance/TASS/M. Metzel

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په نيژني نوګرد ښار کې د موټر جوړنې د یوې فابریکې د لیدنې پرمهال تائید کړه چې غواړي په ۲۰۱۸م کال کې بيا ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي.

د کرملین مشر په یوه غونډه کې چې د همدې شرکت د کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه همدا راز وویل چې «غواړم د روسیې د ولسمشر د موقف له پاره خپله نوماندي وړاندي کړم.ِ» نوموړي زیاته کړه چې له دې ځایه پرته بل ښه ځای نه وو چې دغه اعلان وشي.

د ۱۹۹۹م کال په پای کې د روسیې د وفات شوي پخواني ولسمشر بوریس یلتسین تر حکومت وروسته، پوتین د حکومت چاري په لاس کې واخیستې. له هغه وخت راهیسې نوموړی د روسیې یو له غښتلو کسانو څخه شمېرل کيږي.

په دې ترڅ کې د ۲۰۰۸نه تر۲۰۱۲م کال پورې پوتین د روسیې د لومړي وزیر په توګه هم کار کړی. داسې انګیرل کیږي چې پوتین به د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې هم ډیر مینه وال ولري.

په دې ټاکنو کې د بري په صورت کې ۶۵کلن پوتین به تر جوزیف ستالین وروسته د روسیې تر ټولو اوږد مهاله پر واک پاته ولسمشر شي.