1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوجدمون غواړي چې له «کودتا» سره مبارزه وکړي

۱۳۹۶ مهر ۳۰, یکشنبه

د کتالونيا سيمه يز مشر غواړي چې د هسپانيې له خوا د بې واکه کولو لړۍ وردوي. په بارسلونا کې په دې ترڅ کې په سلګونو زره انسانان د مرکزي حکومت پر ضد کوڅو ته راوتلي دي.

https://p.dw.com/p/2mJbX
Spanien Barcelona TV Ansprache von Carles Puigdemont
انځور: Reuters/Generalitat de Catalunya/R. M. Garcia

د هسپانيې د صدراعظم ماريانو راخوی هغه پرېکړه چې له کتالونيا څخه بايد سيمه يز حکومتي واک واخيستل او بيا ځلي انتخابات راوبلل شي، د کارلېس پوجدمون له خوا د تلويزيون د لارې په ماښامنۍ وينا کې رد شوه، ويې ويل چې دا يوه «کودتا» ده او «پر دموکراسۍ د نه منلو وړ يو بريد» دی. په دې ترڅ کې په سلګونو زره خلک په کتالونيا کې کوڅو ته راوتلي دي. يو مظاهره چي، اوريول بالېستېروس، وايي:

اوتون ۲«زه د زور د وجې د خپلواکۍ پلويتوب کوم. تقريبا يو يا دوه کاله مخکې لا د خپلواکۍ طرفدار نه وم. خو اوس راته څرګنده شوه چې د هسپانيې حکومت موږ ته بل امکان نه راکوي غير له دې چې خپل اختيار په خپل لاس کې ونيسو. هدف مو دا دی چې موږ په بې ضرره او عادي توګه خپل ژوند ته دوام ورکړو.»

بې ساري تدابير

د مادريد د سياست اصلي مخالف، بوجدمون د هسپانيې تدابير د فرانسيسکو فرانکو د ديکتاتورۍ راهيسې تر ټولو «سخته حمله» بولي. بوجدمون وويل چې د راخوی له خوا د اعلان شويو تدابيرو پر ضد به «نوره مبارزه» هم وشي، خو هغه کوم دقيق متقابل تدابير ياد نه کړل. ۵۴ کلن پوجدمون غواړي چې د سيمه يز پارلمان غونډه راوبولي څو د يوه «جواب» په سر خبرې وشي.

له دې مخکې د خپلواکۍ په سر په رفرنډم يا ټولپوښتنه کې هسپانيې له تاوتريخوالي څخه کار اخيستی وو. دغه کار د کتالونيا د خلکو په حافظو کې تر اوسه پورې ځای لري. د کتالونيا په کوڅو کې يوه بله مظاهره کوونکې، لاورا بالېستېروس، وايي:

اوتون ۴«زه نن راغلې يم ځکه چې زما په فکر د هسپانيې دولت ډېر ناوړه کارونه کړي دي. له ډېر تشدد څخه يې کار واخيست او سياسي تعقيب هم ورسره مل وو. اوس په داسې يوه حالت کې قرار لرو چې کوڅو ته راوتل پکې ډېر مهم دي. دا له پخوا څخه اوس ډېره مهمه خبره ده.»

د هسپانيې صدراعظم ماريانو راخوی د شبنې په ورځ د وزيرانو د شورا له استثنايي دوه ساعته غونډې وروسته اعلان کړی وو چې د بارسلونا بېلتون غوښتونکی سيمه يز حکومت به ګوښه او د شپږو مياشتو په ترڅ کې به بيا ځلي انتخابات راوغوښتل شي. راخوی دا هم وويل چې پوجدمون به د سیمه يز پارلمان په دغو انتخاباتو کې کانديد نه وي او نور نوماندان به هم نه معرفي کوي.

د سيمه يز پارلمان واکونه به محدود وي تر هغه پورې چې دغه پارلمان په بشپړه توګه منحل شي. سربېره پر دې مادريد د پوليسو، د ماليې او د رسنيو د ادارو کنترول نيول غواړي. راخوی په ورته وخت کې وويل چې دغه تدابير البته د دې معنی نه لري چې د کتالونيا خپلواکمني دې وځنډول شي. بلکې د دغسې جبري تدابيرو د لارې د پوجدمون هغه غبرګون ته جواب ويل کيږي چې نه يې غوښتل د کتالونيا د خپلواکۍ بهير پای ته ورسوي.