1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليس: د مونشن بريدګر ۱۸ کلن ايران الاصله ؤ

احمدولي اڅکزی۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه

د آلمان د مونشن ښار پوليسو د شنبې په سهار وختي خبري کانفرانس ته معلومات وړاندي کړل. په دې ترڅ کي خبريالانو ته وويل سول چي بريد کوونکی کس ايران الاصله ؤ.

https://p.dw.com/p/1JUcy
Deutschland Marcus da Gloria Martins, Pressesprecher der Polizei München
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schulze

د آلمان د مونشن امنيه قومندان هوبېرتوس اندرې د شنبې په سهار وختي دوه نيمو بجو خبري کانفرانس رابللی ؤ. نوموړي و ژورنالستانو ته د مونشن د پيښي په تړاو معلومات ورکړل.

هغه وويل چي «غميزه د ماښام په لږ کم شپږ بجو د یو ريستورانت مخي ته هغه وخت پېل سوه کله چي يو وسله وال چي توپنچه يې درلودل پر خلکو ډزې پېل کړې.» هوبېرتوس اندرې وويل چي د ريستورانت دباندي د ډزو وروسته بريدګر و اولمپيا سرپټي مارکېټ ته ننوت او هلته يې هم ډزي وکړې. د نوموړي په وينا همدا وجه ده چي د قربانيانو شمېر دومره زیات دی.

«ناسم پيغامونه»

امنيه قومندان وويل چي ورته د پيښي وروسته د ښار له بيلو برخو بيل خبرونه او پيغامونه ورسېدل چي پکښي ادعا کېدله چي ګواکي د ښار په بيلو برخو کي بريدونه سوي او حتی کسان يرغمل نيول سوي دي. نوموړي وويل چي دا د دې لامل سو چي پوليس په لږ وخت کي زياتو ځايونو ته ځانونه ورسوي. هوبېرتوس وويل چي په دغو عملياتو کي تر دوو زرو څخه زياتو پوليسو ګډون درلود.

هوبېرتوس اندرې وويل چي ورته داسي پيغامونه ورسېدل چي دوه بريدګر په يو تېزرفتار موټر کي تښتېدلي دي. د هغه په وينا وروسته يې دغه دوه شکمن کسان وموندل خو هغوی د بريد سره هيڅ تړاو نه درلود.

امنيه قومندان وويل چي په ملکي جامو کي د پوليسو يو موټر د بريدګر سره تماس ونيوی او ورباندي ډزي يې هم وکړې خو بريدګر په تېښته کي بريالی سو. دغه چارواکي زیاته کړه چي د ماخستن په تقريبا اته نيمو بجو د بريدګر مړی وموندل سو چي ځان يې پخپله وژلی ؤ.

«بريد ګر ايرانی تابيعت درلود»

هوبېرتوس وويل چي د بريدګر هويت ورته څرګند سوی او دا چي هغه ۱۸ کلن ځوان ؤ. د پوليسو د دغه چارواکي په وينا بريد ګر هم ايرانی تابيعت درلود او هم المانی.

د پوليسو دغه لوړپوړي چارواکي و خبريالانو ته وويل چي دا لا نه ده څرګنده چي دغه ځوان دغه بريد ولي تر سره کړ. د نوموړي په وينا په دې تړاو پلټنې ادامه لري.

امنيه قومندان د يوې پوښتني په جواب کي وويل چي د مونشن بريد چي د يو کس له خوا تر سره سوی، د وورڅبورګ د بريد سره هيڅ تړاو نه لري. په وورڅبورګ کي يو ۱۷ کلن افغان مهاجر په اورګاډي کي مسافر په تبر او چاقو سخت ژوبل کړي ول چي وروسته د دغه بريد پړه داعش په غاړه اخيستې وه.

هوبېرتوس د يوې پوښتني په جواب کي وويل چي دا لا نه ده څرګنده چي ايا دا يو ترهګر بريد او که وسله وال بريد ؤ. د نوموړي په وينا د پلټنو په پای کي ښايي جوته سي چي دغه ځوان د کومو لاملونو له کبله دغه کار کړی ؤ.