1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليس: د ميرکل د راتگ اخلال کوونکی افغان رواني ناروغ دی

۱۳۹۶ اسفند ۲۵, جمعه

د آلمان پوليسو ويلي دي چي د صدراعظمي ميرکل د راتگ پرمهال اخلال کوونکي افغان هيڅ سياسي يا مذهبي هدف نه درلود.

https://p.dw.com/p/2uReu
Videostill - Merkel vor dem Bundestag: schreiender Mann wird zu Boden geworfen
انځور: Phoenix

د آلمان پوليسو ويلي دي چي هغه اخلال کوونکی رواني تکليف لري چې د آلمان د صدراعظمي د بيا ټاکل کېدو په ورځ د آلمان د پارلمان ودانۍ يوې دروازې ته نژدې ځان رسولی وو او د مېرمن ميرکل په رارسېدو سره ئې پر هغې ورځغاستلي ول.

پوليسو ويلي دي چي دغه ۲۳کلن افغان د خپل دغه عمل له پاره هيڅ سياسي يا مذهبي هدف نه درلود. د برلين د پوليسو وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «هغه هيڅ سياسي يا مذهبي شعار نه دی ورکړی.» ويل سوي چي دغه کس د يو روغتون د رواني ناروغيو د درملنې څانګې ته وړاندي کړل شوی دی.

د آلمان د جنايي پوليسو ادارې په حواله دغه ځوان افغان د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۴نېټه) دوو امنيت ساتونکو ونيو. په دغه پېښه کي څوک ژوبل سوي نه دي. د نيول سوي کس پر وړاندي اوس په دې تور پلټنې ادامه لري چي د اجرايي مامورينو پر ضد يې اقدام کړی. وياند پر دې ټينګار کړی دی چي دغه پلټني د دولت ساتني پوليسو له خوا نه کيږي. دغه کس لومړی په دې هدف په توقيف کي وو، څو هويت يې وپيژندل سي.

دغه افغان په برلين کي پر انګلا ميرکل هغه مهال پر مېرمن انگلا ميرکل ورځغستلي ول، چي هغه له خپل موټر څخه راکښته کېدله. دغه کس ميرکل ته تر څو مترو نژدی سوی وو، چي ساتونکو قابو کړ.

د آلمان د مرکزي پارلمان ادارې د پنجشنبې په ورځ ويلي ول چي «نه د صدراعظمي او نه هم د نورو کسانو له پاره هيڅ وخت هيڅ ګواښ نه دی رامنځ ته سوی.» ويل سوي چي نيول سوي کس غوښتل په «مثبته توګه» له ميرکل سره خبري وکړي. د دغې پيښي انځورونه او ويډيو په ځينو رسنيو کي خپاره سوي ول. ميرکل په دغه ورځ د څلورم ځل له پاره د آلمان صدراعظمه وټاکله سوه.