1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوهه:په ایټالیا کی له ستر اورغورځوونکي څخه سخته بیره

۱۴۰۲ مهر ۲۷, پنجشنبه

ترمځکی لاندي ستر آتشفشانونه پټ دی. چی یو له هغو څخه د ایټالیا په جنوب د مدیترانې په ساحل کی د مځکی تر پورتني قشر لاندي دی. هغه په اول نظر دومره گواښوونکی نه ښکاري. خو له ۷۰ کلونو راهیسي په سیمه کی د بې شمیرو کوچنیو زلزلو د رامنځته کیدو سبب سوی دی. له یو څو کلونو راهیسي اضطراري حالت اعلان سوی دی ، خو بیا هم کارپوهان په دقیق ډول نه سي ویلای چی ډیر ژر به یو لوی آتشفشان فعال سي او که نه.

https://p.dw.com/p/4XklR