1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پیښور کې افغان محصلین وايي د فراغت سندونه نه ورکول کیږي

۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبه

په پيښور کې د ابوعلي سينا له تعليمي مرکز څخه فارغ شوي محصلین وایي چې دغي ادارې ځينو فارغ شویو زده کوونکو ته د بېلابېلو انستيتيوتونو په نوم سندونه ورکړي او د وروستیو کلونو ځېنو محصلینو ته یې تر اوسه اسناد هم نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/4YXcd
Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
انځور: Majid Saeedi/Getty Images

دوی زیاتوي، د دغه ادارې مشرې ورته د داخلې اخېستلو په وخت کې ویل، چې یاده اداره د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره راجستر ده او کولای شئ په ډاډه زړه خپلې زده کړې وکړئ او چې فارغ شئ د دې انستيتیوت په سند د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونو کې لوړې زده کړې هم کولای شئ.

د دوی په خبره چې د ابوعلي سینا انستيتیوت ادارې ترې د هرې میاشتې د درس په تېرېدو میاشتنی فیس هم اخېسته. د دغه انستيتيوت د پروتیز له څانګې څخه فارغ شوی محصل سید شیرین وایي چې تر دولسم صنف پورې زده کړې یې په صوابۍ کې په یوه افغاني لېسه کې کړي او د همدغه مکتب په شهادت نامه په یاد انستيتيوت کې منل شوی وو، خو اوس د خپل راتلوونکي په اړه اندېښمن دی او وایي چې کړې خواري یې په سیند لاهو وبوله.

هغه وویل: «تر دولسم پورې مکتب مې په صوابۍ کې د سعد بن ابي وقاص عالي لېسه کې ووايه. بیا په پېښور کې د ابوعلي سینا په مؤسسه کې مې ځان شامل کړ، د یادې ادارې مشرانو ماته وویل چې موږ د افغانستان له حکومت سره راجستر یوو، د فراغت په وخت کې زموږ رئیسه مستوره ستانکزۍ وفات شوه، بیا د هغې زوم سلیم د دغه ادارې چارې مخته وړلې. کله چې موږ په ۲۰۲۰م کال کې فارغه شو موږ ته یې ویل چې تاسو ته موږ دلته په پاکستان کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ایګزیټ ازموینې زمینه برابروو، ځکه تاسې ته ستونزې بیا نورې ډېرېږي، لکه د پاسپورت او ویزې اخېستل او رښتیا چې دا لویه ستونزه وه، د سندونو لپاره یې له چا ۳۰ زره او له چا ۱۵ زره روپۍ واخېستې. له موږ مخکې چې کوم کسان فارغ شوي ول هغوی ته یې دلته سندونه ورکړل. خو زموږ مخکې دورې محصلینو او زما په شمول زموږ د دورې ملګرو ته هېڅ  سند تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

هغه زياته کړه: »بله دا چې موږ خو د ابوعلي سینا په نوم مؤسسه کې په پېښور کې زده کړې کړي باید چې د ابوعلي سینا په نوم د زده کړو سند راکړل شي، ځېنو مخکنیو کسانو ته یې د بېلابېلو انستيتيونو سندونه ورکړي، چې دا خپله زموږ په حق کې سوچه ظلم دی. روپۍ يې هم رانه وېوړې، چې اوس موږ ته مسوولین ځواب هم نه راکوي».

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

د زده کړو له دغه مرکز څخه زیاتو فارغ محصلینو راته له دغه ستونزو سر ټکوو او وایي، چې دې چارې یې ذهني توازن ګډ وډ کړی او د خپل راتلوونکي سرنوشت په اړه فکر نه شي کولای، چې څه به کېږي او زیاتوي چې په بارـ بار دغه موضوع له مسوولینو سره شرېکوي، خو هغوی ورته کوم مثبت ځواب نه ورکوي.

عبدالمطلب او انعام الله وايي، چې د فراغت یې درې کاله کېږي، خو تر اوسه یې د غږ اورېدو څوک نشته. عبدالمطلب چې له نرسینګ څانګې فارغ دی وایي: «سند زموږ حق دی، له موږ یې د فیسونو پیسې اخېستي، د دېپلوم لپاره یې له ما ۱۵۰۰۰ کلدارې نورې اخېستي، لومړی دې موږ ته سند راکړل شي او د ایګزیکټ ازموینه د هر چا خپل کار دی چې څه وخت یې ورکوي. موږ ته یې ویل چې ستاسې سند به د روغتیا وزارت له لوري هم تایید شوی وي او تاسې ته به درکول کېږي حال دا چې زه په ۲۰۱۸م کال کې فارغ شوی یم.»

هغه زياته کړه: »ځېنو فارغ شويو محصلینو ته یې هلته لوکل سندونه جوړ کړل، کومې پیسې چې زموږ له ملګرو زیاتې اخیستل شوي هغه باید بېرته ورکړل شي. زموږ سره په صنف کې تر ۱۴ پورې هلکان و او تر ۱۲ پورې نجونې هم وې او دا تعداد په ځېنو صنفونو کې زیات و. زما په شمول ځېنو ملګرو ته اوس ذهني تکلیف پیدا شوی د خپل راتلوونکي په اړه، چې سرنوشت به مو څه کېږي».

انعام الله چې د دغه انستيتیوت له طبي برخې فارغ دی وایي: «زموږ مشکلات ډېر دي، په پاکستان کې پراته یوو، د تګ راتګ مشکل نهایت زیات دی، پاسپورت نه لرو، د ویزې اخېستل بله ستونزه ده، له هلکانو یې د سندونو ۳۰ زره روپۍ غوښتې نیمې پیسې ځېنې هلکانو ورکړې او ورته یې ویل، چې کله مو دېپلومه راکړه نو بیا به پاتې پیسې درکړو. وخت تېر شو خو سندونه مو رانغلل اوس درې کاله تېر شول زیاتره ملګري مو مزدوري کوي، له خپل مسلک لېرې پاتې شول او د بېلابېلو تکلیفونو سره مخ یوو».

د محصلینو خپلې هڅې

د دغو محصلینو په نماینده ګۍ دوه محصلین، چې د خپلو سندونو د اخېستو لپاره افغانستان ته تللي او له نژدې د یاد انستيتيوت له مرستیال څخه د دېپلومونو غوښتنه کوي، خو هغه ترې کله په یوه بهانه او کله په بله بهانه ځان خلاصوي.

هیبت الله وایي: «څه کم دوه میاشتې مې کېږي په افغانستان کې یم، د انستيتيوت مسئول کس ته پرلپسې تلیفونونه کوم، کله راته یو څه وایي کله راته بل څه، خو زما ټينګار پر خپلو اسنادو دی، ورته ومې ویل تاسو خو زموږ سره وعده کړې وه چې دېپلومونه به راته پاکستان کې راکوئ، ځکه پیسې مو رانه اخېستي؛ خو هغه راته وایي چې ایګزیکټ ازموینه به ورکوې بیا به درته دېپلوم درکوو، ما ورته وویل، چې هغه وخت کې خو ایګزیکټ ازموینه نه وه، چې اوس به ازموینه موږ ورکوو، تاخو ویل چې دېپلوم به پاکستان کې درکوو زه خو دلته راغلی یم، د ازموینې د ورکولو مې هم ورسره ومنله خو په دې کې یوه میاشت تېره شوه، تر اوسه پورې دغه مسئول ماته نوملېکنه د ازموینې لپاره نه ده کړې حال دا چې ماته یې ویل، چې په یوه هفته کې به تا زه ثبت نام کړم؛ خو ماته دا هرڅه هسې دوکه ښکاري».

په پاکستان کې د افغان مهاجرو کورونه ړنګ شوي

هغه محصلین چې مخکې یې په خپلو خبرو کې یادونه کړې او ویلي یې و، چې موږ ته ویل شوي و چې په ننګرهار کې د مومن طبي علومو انستيتيوت به تاسو ته سندونه درکوي، یاده موضوع مې د دغه انستيتيوت له رئیس مومن صمدزي سره شرېکه کړه هغه راته وویل: «موږ ته چې کوم محصلین په قانوني ډول رامعرفي شوي او لېستونه یې د عامې روغتیا د وزارت له لوري راسپارل شوي، هغوی له موږ سره قانوني دي، دغه محصلین موږ قبلولی شو او کولای شو، چې مخکې ورسره لاړ شو.»

خو زیاتوي: «د کومو محصلینو چې معلومات موږ ته نه دي راسپارل شوي، رېکارډ یې نه وي، د روغتیا په وزارت کې راجستر نه وي هغوی ته موږ سند نه ورکوو او نه یې د محصل په نوم پېژنو. د ځېنو کسانو نومونه چې موږ ته راکړل شوي په ۱۳۹۸ کال کې د روغتیا  وزارت له لوري تایید شوي هغوی موږ پاس کوو او د کومو چې معلومات نشته هغه محصلین موږ نه پېژنو».

ځيني محصلين واي چې يوشمېر دېپلومونه چې دوی ليدلي دي په افغانستان کې د بېلابېلو نیمه طبي زده کړو د انستيتيونو دي، چې بعضې فارغو محصلینو ته ورکړل شوي، حال دا چې یادو محصلینو ته ویل شوي ول، چې تاسو ته به د ابو علي سینا په نوم د انستيتيوت اسناد درکول کېږي.

کله چې مې د ابوعلي سینا مؤسسې له یوه مدیر چې په پېښور کې ژوند کوي د یادې مؤسسې د راجستر د شمېرې او نورو فعالیتونو په اړه وپوښتل، هغې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه مؤسسې په ۲۰۰۷م کال کې فعالیت شروع کړ او په ۲۰۲۰م کال کې هغه وخت وتړل شوه، چې د دې مؤسسې رئیسه وفات شوه او د کرونا ویروس راغی هرڅه ختم شول.

نوموړي وویل: «د افغانستان حکومت سره رسمي و، د زده کړیالانو نتایج به د قونسلګرۍ له لارې تایید کېدل او کابل ته به لېږل کېدل. غالباً دوې دورې زده کړیالانو ته اسناد نه دي ورکړل شوي. کله چې انستيتيوت ختمېده موږ د محصلینو نتایج له قونسلګرۍ څخه تایید کړي دي. د اسلامي امارت مسوولین وایي چې محصلین به خپله راځي اسناد به ورکوو؛ ځکه د ډاکترۍ د برخې کسانو ته بغیر له ازموینې اسناد نه ورکوو.»

هغه وويل: «دغه مؤسسې دوې څانګې لرلې یوه طبي برخه او بله یې د دارالمعلمین چې دارالمعلمین اسنادو ستونزه نه لرله د طبي برخې محصلینو اسناد د قونسلګرۍ له لارې تایید کېدل هلته به ورته اسانتیاوې برابرېدې او ایګزیکټ ازموینه به ترې اخیستل کېدله. یو وخت بیا مشکل دا و چې قونسلګرۍ اسناد نه تاییدول او موږ ته به یې ویل چې اجازت راته نشته دی. کله چې کرونا راغله او ورپسې جمهوریت سقوط شو هرڅه فلج شول د انستيتيوت رئیسه مستوره ستانکزۍ وفات شوه او بلاخره انستيتيوت هم وتړل شو».

په پیښور کې یو شمیر افغان محصلین وايي تر فارغت وروسته یې هم رسمي سندونه نه دي ترلاسه کړي او دغه کار یې کړوي.
په پیښور کې یو شمیر افغان محصلین وايي تر فارغت وروسته یې هم رسمي سندونه نه دي ترلاسه کړي او دغه کار یې کړوي. انځور: Wahil Kohsar/Getty Images

چارواکي څه  وايي؟

په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ یو پخواني مامور چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي: «زه دومره په جریان کې وم، چې کومې ښځې دغه اداره جوړه کړې وه د محصلینو اسنادونه به یې وړل او ویل به یې، چې دا موږ هلته ارزیابي کوو؛ خو داسې معلومات راته نور نه کېدل، چې هلته ورته د نورو تعلیمي ادارو څخه اسناد اخېستل کېدل، زه په دې برخه کې معلومات نور نه لرم.»

خو د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امر نوموړې اداره یوه غېرې قانوني اداره یاده کړه او وایي، چې په طبي برخه کې د افغانستان د روغتیا وزارت پورې مربوط ده او نوموړي اداره راجستر نه وه، نه کوم بنیاد لري او نه یې اسناد منل کېږي.

ښاغلی زمان امر وایي: «همدا غیرې قانوني کار دی، چې درس یې په یو ځای کې ویلي وي او سند بل ورکړي، د امارت په وخت د دغه مؤسسې کسانو ته سند نه ورکول کېږي ځکه د روغتیا د وزارت سره راجستر نه ده، محصلین دوکه شوي او بغیر له کوم راجستر ادارې په محصلینو درس ویل شوی او سندونه هغه وخت سره له یو بلې ادارې غیرې قانوني اخیستل شوي دي، هسې یو غیر رسمي ترتیب و بس چې هرې ادارې سره به کوم سمستر کې خبره جوړه شوه دغه کړنه به یې پرې کوله، خو اوس به داسې نه کېږي او نه به وشي.»

د نوموړي په وینا، اوس د افغانستان د روغتیا وزارت د کانکور لپاره یو ډیټابېس جوړ کړی او چې له کومو نویو شاګردانو ازموینه اخیستل کېږي کامیاب شاګردان په ډیټابیس کې راجستر کېږي او له فارغت وروسته ورته اسناد ورکول کېږي.

د دې ترڅنګ په پاکستان کې د افغاني مکاتبو په اړه د مدیرانو شورا معاون قاضي نثار وایي، چې اوس د پاکستان په بېلابېلو سیمو لکه کراچۍ، خېبر پښتونخوا او کویټه کې تعلیمي ادارې شته، چې درسي چارې یې د افغان کډوالو په تګ سره ورځ تر بلې پیکه کېږي.

نثار وویل: «په پاکستان کې افغاني مکاتب شته، په خېبر پښتونخوا کې قریب پنځوس لېسې دي او ځېنې په ښارونو او ځېنې په کمپونو کې دي ابتدایه او متوسطه ښوونځي هم شته، دلته ستونزې د تعلیمې نصاب دي چې په اسانۍ سره په لاس نه راځي او په ښارونو کې د ښوونځيو لپاره د کرایې ځایونه دي، چې وخت نا وخت پرې کرایه لوړېږي چې دغه بله ستونزه ده، درېیمه ستونزه داده هغه افغانان چې قانوني اسناد نه او کومو استادانو چې پاسپورټونه لرل او ویزې یې ختمې دي هغوی ته ویل شوي چې اسناد خپل تازه کړي او د افغان مهاجرو په تګ سره حتی ځېنې استادان او شاګردان بېخي کم شوي دي. ځکه ځېنې استادان او شاګردان افغانستان ته لاړل.»

ص.س / خ.ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie