1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرګو بریدګرو د عراق په کرکوک کې ګڼې سیمې په نښه کړي

۱۳۹۵ مهر ۳۰, جمعه

خانمرګو برید کوونکو د جمعې په ورځ د عراق په کرکوک ښار کې ګڼ شمیر دولتي ودانۍ په نښه کړې. په ورته وخت کې د عراق حکومت او کردي ځواکونو له داعش ډلې څخه د کرکوک ښار د بیرته نیولو په موخه پراخ عملیات په لاره اچولي دي.

https://p.dw.com/p/2RVve
Irak Bagdad Selbstmordattentat
انځور: Reuters/K. al Mousily

وسلوالو یاغیانو د عراق په کرکوک ښار کې سهار وخته په ګڼ شمیر دولتي ودانیو بریدونه ترسره کړي دي. دغه بریدونه په داسې وخت کې کیږي چې عراقي پوځ له داعش ترهګرې ډلې یا اسلامي دولت څخه د موصل ښار د بیرته نیولو په موخه پراخ عملیات پیل کړي دي.

داعش پر انټرنټ کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د جمعې په ورځ د عراق په شمال کې د ګڼ شمیر بریدونو مسولیت منلی دی. د عراق امنیتي چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ وسلوالو کسانو چې چاودیدونکي واسکټ یې اغوستی وو د پولیسو عمومي مرکز، د پولیسو پوسته، اود پولیسو یوه ګزمه په نښه کړې ده.

عیني شاهدانو د اسوشیتد پریس ته ویلي دي چې ګڼ شمیر چاودونو د کردانو تر ولکې لاندې دغه ښار ولړزاوه او له چاودونو وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل کیدل. د کردانو یو استخباراتي چارواکي د څلورو ځانمرګو بریدګرو پخلی کړی او ویلي يې دي چې سهار شاوخوا ۳ بجې دپولیسو یو عمومي مرکز په نښه شوی دی.

هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «امنیتي ځواکونه توانیدلي دي چې یو بریدګر په ډزو ووژني او درې نور ځانمرګي بریدګرو وکولای شول چې خپلو ځانونو ته چاودنه ورکړي.»

دغه چارواکي همدا راز وویل چې د عراق د کرکوک ښار په جنوب کې ګڼ شمیر نور هدفونه هم تر برید لاندې راغلي دي او زیاته یې کړه چې په دې سیمه کې په تګ راتګ بندیز لګیدلی دی.

د بریښنا کوټ په نښه کیدل

په ورته وخت کې، ځانمرګو برید کوونکو له کرکوک ښار څخه کابو ۵۵ کیلو متره لیرې د بریښنا یو نوی مرکز چې د یوې ایراني کمپنۍ لخوا یې د رغونې چار پر مخ بیول کیږي، په نښه کړی دی.

د دیبيس ښار ښاروال، عبدالله نورالدین الصالحي وویل چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. الصالحي د فرانسې خبرې آژانس ته وویل: «درې ځانمرګو بریدکونکو شاوخوا په ۶ بجو پر دغه بریښنا کوټ برید کړی چې په پایله کې یې ۱۲ عراقي کارکونکي او انجنیران او څلور ایراني تخنیکي کارکونکي وژل شوي دي.

دغه برید په داسې وخت کې کیږي چې عراقي ځواکونو او کردي ځواکونو له داعش ډلې څخه د موصل ښار د بیرته نیولو په موخه پراخ عملیات په لاره اچولې دي.

پر بریښنا کوټ د برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو زیاتره بریدونه د اسلامي دولت ډلې یا داعش لخوا ترسره کیږي.

کرکوک د عراق پلازمینې بغداد په ۲۹۰ کلیومتری کې شمال ته پروت ښار دی او د عراق حکومت او کردي سیمه یې د مالکیت ادعا لري.