1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرگي برید کوونکي څرنگه ځان د امنیې قومندانۍ ته ورساوه؟

اسوشیتد پرس/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۸, یکشنبه

افغان چارواکي اوس په دې هکله څیړني کوي چې ځانمرگی برید کوونکی څرنگه پر دې وتوانید چې په کابل کې د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته چې سخت امنیتي تدابیر په کې نیول شوي وي ځان وررسوي او د امنیې د قوماندان د ترورو هڅه وکړي.

https://p.dw.com/p/1Djco
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپله یوه څیړنیزه مقاله کې لیکلي دي چې د یوه ځانمرگي برید کوونکي دې وړتیا چې له سختو امنیتي دروازو تیر شي او د کابل د امنیې قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر، د دفتر څو مترۍ ته ځان ورسوي، داسې انديښنې راپورته کړي دي چې گواکي یاغیانو د افغانستان په امنیتي او استخباراتي ځواکونو کې نفوذ پیدا کړی وي.

نوموړي خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي، له قوله لیکلي دي چې دغې پیښې په دې هکله پوښتنې راولاړې کړي دي چې یو کس «چې ځانمرگي واسکټ یې اغوستی وي څرنگه امنیتي حصار مات کړ.» هغه زیاته کړې ده: «دغه سړي شخصي کالي پر تن وو په لاس کې یې دوسیه وه او د کالیو لاندې یې ځانمرگی واسکټ اغوستی وو. هغه له پولیسو څخه د پولیسو د مشر د دفتر پوښتنه کوله او ویل یې چې هغه ته کوم اسناد سپارل غواړي. دا د پولیسو له مشر سره د لیدلو یوه لاره ده، نو ځکه پولیسو هغه پر سم لور واستاوه.»

خو تر دې د مخه د کابل د امنیې قوماندان جنرال ظاهر ویلي وو چې دغه ځانمرگي برید کوونکي پوځي یونیفورم اغوستی وو. د صدیقي په وینا د نصب شوو کمرو په مرسته اخیستل شوي انځورونه په څرگند ډول په ودانۍ کې د برید کوونکي مسیر ښيي.

صدیقي په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې د چاودنې پر مهال چې د سیمې پر وخت د سهار په نهو بجو رامنځته شوې ده، جنرال ظاهر په ودانۍ کې موجود نه وو. د کابل د امنیې قوماندان دفتر د ودانۍ په دریم پوړ کې دی. خو صدیقي ویلي دي چې په څرگند ډول د دغه برید هدف د کابل د امنیې قوماندان وو.

په افغانستان کې نړیوال مرستندویه ځواک ایساف ویلي دي چې په دغه برید کې د دوی کوم کس ټپي شوی نه دی.

په دغه چاودنه کې د امنیې قوماندان د دفتر امر محمد یاسین وژل شوی دی. د پولیسو او د عامې روغتیا دوزارت په حواله په دغه برید کې لږ تر لږه اووه تنه ټپیان شوي دي. د روغتیا وزارت ویاند کنیشکا بکتاش ویلي دي چې په ټپیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ودانۍ یوه له هغو ودانیو شمیرل کیږي چې په کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وي. پر دې سربیره په دغه ځای کې د کابل د والي دفتر، د استیناف محکمه او توقیف خانه هم موقعیت لري. دغه ودانۍ ته تلونکي کسان باید لومړی له یو شمیر امنیتي پوستو، د بدنې تالاشۍ په شمول د ایکسرې له ماشین څخه هم تیر شي.

په تیرو وختونو کې طالبانو په پلازمینه کابل کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغه چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې تر دوه ساعته مخکې په کابل کې د یوې بلې چاودنې غږ اوریدل شوی وو. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي ویلي دي چې دغه برید د ملي اردو په یوه موټر باندې تر سره شوی دی خو کومه مرگ ژوبله یې نه لرله.

افغان طالبانو د دغو دواړو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.