څه شی انتخابوي: خواړه که انترنيټ؟
د افریقا په لویه وچه کې د انترنيټ پکیجونه یا خدمات په بیلا بیلو بیو او مقدراونو کې تر لاسه کیدای شي. خو زیاتره وخت بې وزله کسان اغیرمن کیږي. نو که د خوړو او انترنيټ تر منځ انتخاب وي، کومه غوره کوئ؟
که ډیرې پیسې و نه لرئ خواړه انتخابوئ که انترنيټ؟
د افریقا لوی وچې په بیلا بیلو هیوادونو کې د تیلفونونو او انټرنټ د تر لاسه کولو له پاره مختلف پیکجونه شته. د ټولنې شتمنه برخه او کاروباري خلک ښایي میاشتني قراردادونه ولري او انترنيټ ته نامحدود لاس رسی ولري. خو د ټولنې د بې وزله قشر له پاره انترنيټ ګران بیه لګښت دی او برعکس یي توان نه لري.
په کینیا کې د بیې پرتله
په کینیا کې یو امریکایي ډالر د شا او خوا ۱۰۰ شیلنګه معادل دی. په دغو پیسو سړی کولای شي تر دوه کیلوګرامه د جوارو وړه رانیسي. خو په دغو پیسو سړی کولی شي چې ۱۳۰ ام بي، انترنيټ تر لاسه کړي. نو څه شی غوره کوي، خواړه که انترنيټ؟
رواندا
په رواندا کې یو ډالر بیا شا او خوا ۸۵۵ فرانکه کیږي. په یوه ډالر او یا ۱۰۰۰ فرانکه سړی کولای شي چې د یوې اوونې له پاره ۵۰۰ ام بي او یا د یوې میاشتې له پاره ۳۰۰ ام بي، انترنيټ رانیسي. په همدغو پیسو سړی کولی شي درې کیلوګرامه کچالو رانیسي او یا یوه دلۍ پیاز. ډیر خلک دې ته ترجیح ورکوي چې په کم مقدار کې انترنیټ رانیسي. د ۲۴ ساعتونو له پاره په سل فرانکه ۱۵ ام بي، انترنيټ رانیول کیدای شي.
په ایتوپیا کې قهوه که انترنيټ؟
یو ډالر تقریبا ۲۷،۵۵ ایتوپیایي بیر، کیږي. په ۲۰ بیر څوک د یوې اوونۍ له پاره ۱۰۰ ام بي، انترنيټ رانیولی شي. خو یوازې په لس بیر څوک کولی شي دوې کوچنۍ پیالې قهوه رانیسي. نو خوښې ستاسې چې یو دوست قهوې څښلو ته میلمه کوئ که انترنيټ ته لاس رسی غواړئ؟
ګانا
په ګانا کې بیا یو ډالر د ۵،۵ ګانایي سیدي سره معادل دی. په دې پیسو سړی کولی شي د یوې اوونۍ له پاره ۳۰۰ ام بي، انترنيټ رانیسي. که چیري غواړی یوازې ۶۰ ام بي، انترنيټ رانیسې نو بیه به یې تر دوه سیدي کمه وي، چې سړی په دغو پیسو د دغه هیواد یو قاب مشهور خواړه لکه وریجې او لوبیا رانیولی شي، البته بې له غوښې.
په سویلي افریقا کې بیا بیې لوړي دي
په نایجیریا او یا هم مصر کې مصرف کوونکي ښایي په دې وتوانیږي چې د یو ډالر په بدل کې ۱ جي بي، انترنيټ تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې په سویلي افریقا کې دغه بیه لس وارې لوړي دي. د بیې لوړیدل د دې سبب شوي دي چې نیمایي نفوس انټرنټ ته لاس رسی و نه لري. دا چې یو څوک وړیا وای فای پیدا کړي، باید له ډیر زیار وګالي.
په نایجیریا کې وضعیت پر ښه کیدو دی
د نایجیریا د مخابراتو کمیسیون په وینا تقریبا ۹۱ میلیونه نایجیریان له انترنيټ څخه استفاده کوي. دغه شمیر د نایجیریا له پنځوس فیصده څخه زیاته برخه جوړوي او په دې سره د انترنيټي خدماتو وړاندي کوونکو شرکتونو ته لوی بازار او قوي رقابت وړاندې کوي. خو په تیرو کلونو کې به نایجیریا کې ډیر څه بدلون موندلی دی. اوس بیې د پخوا په پرتله درې او آن څلور وارې راکمې شوي دي.
قابلي پلو که انټرنټ؟
که څه هم په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د انټرنټ په برخه کې ډیر سهولتونه رامنځ ته شوي، خو د انټرنټ بیې لا هم لوړي دي او کارونکي یې له کیفیته هم شکایت کوي. په افغانستان کې په اوسط ډول ۱ جي بي، انترنيټ شا او خوا ۲۵۰ افغانۍ بیه لري چې د درې نیمو ډالرو معادل کیږي. په دې پیسو د دوو کسانو له پاره قابلي پلو غواړئ او که انترنيټ؟