څيړنه: په روهر سیمه کې اسلام څخه مخ پر ډيريدونکې ويره
۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبهروهر سيمه (Ruhrgebiet) د آلمان يوه له مهمو صنعتي سيمو څخه ګڼل کيږي. په دغې سيمې کې ډير بهرنيان اوسيږي، په ځانګړي توګه د ترکانو شمير په کې ډير زيات دی. له دوهمې نړيوالې جګړي وروسته ډير مهاجر په روهر کې ميشت شول. يوازې په زرونو ترکان د دغه ښار د فولادو او د ډبرو سکرو په صنعتي فابريکو کې پر کارونو بوخت دي. خو اوس د دغې سيمې اوسيدونکو په منځ کې له اسلام څخه د ويرې احساس په پر له پسې د ډيريدو په حال کې دی. له بلې خوا د مختلفو هيوادونو مهاجرو تر منځ د بې اعتمادۍ فضا هم ورځ تر بلې د خرابيدو په حال کې ده.
په څيړنه کې د دغه وضعيت په تړاو د دوئټس بورګ له ښار څخه د بيلګې په توګه يادونه شوې ده کوم چې پر دوو برخو ويشل شوی دی. د دغه ښار سويلي برخه ډيره پاکه، ښکلي او د عصري او پرمختللو خدماتو مرکز دی، په داسي حال کې چې د ښار شمالي برخه بيا ناپاکه او بې نظمه ده او د ښاري ترانسپورت خدمات يې هم تر يوه حده ناقص دي.
يوې ترکۍ دوکاندارې ښځه ګوميز وايي: «زموږ دغه وضعیت د يو جرم په توګه ګڼل کيږي. دا ځکه چې مونږ په له ظاهرې بنې آلمانيانو په څير نه يو. دوي زموږ سيمه د نه تلو سيمې بولي.» دغې ترکۍ ښځې د خپلو خبرو په دوام وویل: « زما پيدايښت دلته شوی دی، ماشومان مې هم دلته پيدا شوي دي، زه يوه آلمانۍ يم.»
شمال او جنوب
د تحقيقاتي څيړنې په حواله، د دغي سیمي په شمالي سيمه کې مهاجر اوسيږي او په جنوبي برخه کې يې بیا اکثريت اوسیدونکی آلمانيان دي. خو دغه ناسم وضعيت يوازې په جلاتوب نه خلاصه کیږي. دلته د آلمانيانو علاوه، په خپله د ميشتو مهاجرو ترمنځ هم تر يوه بريده د بې اعتمادي فضا موجوده ده. ترکي مهاجر له رومانيايي او بلغاريايي مهاجرو څخه د خطر احساس کوي، رومانيايي مهاجر بيا د يو شمير سوريايي مهاجرو څخه ويره لري. خو د روهر د ښار اوسیدونکي بيا د دغو ټولو بي اعتماديو د رامنځ ته کيدو لامل امريکايان بولي. په دغې سيمه کې د «آلمان له پاره بديل» يا کيڼ اړخي ګوند چې د اسلام او مهاجرت سره مخالفت لري، هم په خلکو کې خپل له اسلام څخه د تنفر په څير مسائلو ته لمن وهي.
د دغه څيړنيز رپوټ په حواله، د روهر سيمې يوازې ۳۷ سلنه اوسيدونکي په دې اند دي چې اسلام له جرمني سره يو څه تړاو لري. د ۲۰۱۵م کال څخه راپدېخوا اوس په دغې سيمه کې ډير لږ خلک دي چې هغوی مسلمانان د خپل دوست په صفت او يا «اسلام د نورو مذهبونو په شان يو مذهب» ګني. د دغې سیمه ډيری اوسيدونکي داسې فکر کوي چې «اسلام د ښځو پر غيرمساوي حقونو» حکم کوي.
پر ادغام د باور کميدا
په دغه تحقيقاتي رپوټ کې ذکر شوي دي چې د هغو آلمانيانو شمير ډير کم دی کوم چې په دې باور دې چې آلمان ته د رسيدلو مهاجرو له پاره دې په ټولنه کې د هغو د ادغام په موخه کوښښونه زيات کړل شي. د دا ډول مفکورې لرونکو آلمانيانو شميره دوه کاله مخکې ۳۳ سلنه وه، خو اوس ۱۸ سلنې ته راښکته شوې ده.
د روهر سيمې ۴۹ سلنه اوسیدونکي بيا په دې باور دي چې د مسلمانانو سره اړيکي او او ګډ ژوند کول «تر يو حد پورې ستونزمن» دی. دا په داسې حال کې ده چې په تير وخت کې د دغې سيمې اکثريتو اوسیدونکو داسې نه ګڼله چې د مسلمانانو او آلمانيانو تر منځ ګډ ژوند کول دې کومه «پيچلې موضوع» وي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: