1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: یوازې درې سلنه مهاجر له اروپا څخه اخراجیږي

۱۳۹۶ مهر ۳, دوشنبه

د یوې تازه څیړنې په حواله له اروپایې هیوادونو څخه یوازې درې سلنه مهاجر اخراجیږي. خو د مهاجرو له حقونو څخه د ملاتړ آلمانی سازمان بیا دغو ارقامو ته د شک په سترګه ګوري.

https://p.dw.com/p/2kfLI
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د امریکایې څيړونکو ډلې دغه تنایج د Eurostat په نوم د اروپا د احصایې ادارې له خوا د ورکړل شویو ارقامو او معلوماتو پر بنسټ اټکل کړي دي. د دغو ارقامو له مخې د ټولو هغو کسانو چې په اروپایې هیوادونو کې د پناه غوښتنه کوي په واقعیت کې یوازې درې سلنه یې اخراجیږي.

په عمومي شکل په اروپا کې یوازې هر شلم مهاجر خپل هیواد او یا هم بل اورپایې هیواد ته د بیرته ستنول کیدو له ګواښ سره مخامخ دی. د مهاجرو پلوي آلماني سازمان «پرو ازول» څخه کارل کوپ، په خپل لومړني غبرګون کې ویلي دي چې «له ناکافي معلوماتو سره سیاست نه کیږي».

کوپ، دغو ارقامو ته د شک په سترګه ګوري او په اروپایې احصایې کې د نیمګړتیا خبره کوي، کوم چې نوموړې امریکایې ادارې یې پر بنسټ دغه پایلې وړاندې کړي دي. د هغه په خبره په دغو ارقامو کې ډیر مهاجر دوه واري حساب شوي دي، همدارنګه ډیر هغه مهاجر دي چې په څو اروپایې هیوادونو کې یې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. 

بل لور ته د مهاجرو د هغو سفري حرکتونو په اړه دقیق ارقام نه دي موجود چې له اوږدې مودې راهیسې له اروپا څخه یې بهر سفر کړی دی یا له اروپا څخه بیرته وتلي دي. یوازې هغه ارقام چې دغه څیړنه یې د هنګري په اړه وړاندی کوي، سم نه شي بلل کیدای. یعني ۶۵۰۰۰ دوسیې په جریان کې دي. آیا ټول هغه کسان چې له اروپا څخه په بیرته وتلو مکلف دي په رښتیا سره هم د مهاجر په توګه دلته راغلي دي؟ کوپ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د یوې باوري پرتلنې له پاره باید زه پوه شم، چې کوم شی محاسبه کولی شم.»

له هغه راهیسې چې پناغوښتونکو په ښه توګه ځانونه منسجم او تنظیم کړي دي، په واقعیت کې د اخراج په ګواښ کې هم په واضح ډول کمښت راغلی دی. د اوسنا بروکه په پوهنتون کې د مهاجرت په اړه د څیړنې انیستیتوت پروفیسوره هیلن شونکن وایې: «دا مهمه ده چې په ټولنیزو رسنیو کې دوی له یو بل سره اړیکه ولري او متحد شي، څو یو فشار رامنځته کړای شي».

نوموړې د دې ترڅنګ د مهاجرو د اخراج په هکله د احتجاجونو څیړنه هم کړې ده. د هغې په اند یو شمیر ژمن اروپایې اتباع، د کلیساګانو استازې او سیمه ییز سیاستوال د مهاجرو د اخراج پر ضد دي.

بل لور ته د ډیرو اروپایې هیوادونو په پارلمانونو کې د ځمکې، هوا او سمندر له لارې د مهاجرو د بیرته ستنولو د لوړ لګښت په هکله شکایتونه کیږي. له همدې امله د اروپا د مهاجرت کمیسار دیمیتریو آرامولوس، له اروپایې هیوادونو څخه غوښتي دي چې د خراج پروسې د جدي کولو غوښتنه يې کړې ده.

د اروپایې اتحادیې کمیسار وایې چې اروپایې حکومتونه باید په دې برخه کې لا ډیر څه وکړي. د هغه په وینا یوازې د Pew امریکایې انستیتوت څیړونکي نه دي چې په دې خبره پوهیږي، چې حقیقت بل ډول دی.

زموږ له ارشيف څخه: