1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کابل په برید کې په لسهاو تنه وژل شوي

۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعه

چارواکو ویلي دي چې یو برید کوونکي په کابل کې یوه مسجد ته تر ننوتو وروسته، پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له کبله یې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي. عیني شاهدان بیا په بیښه له ۳۰ څخه د ډیرو کسانو د وژل کیدو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/2mFt8
Afghanistan Anschlag auf eine Moschee
انځور: Reuters/O. Sobhani

چارواکو ویلي دي چې یو برید کوونکي په کابل کې یوه مسجد ته تر ننوتو وروسته، پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له کبله یې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي. عیني شاهدان بیا په بیښه له ۳۰ څخه د ډیرو کسانو د وژل کیدو خبره کوي.

د کابل د جنایي جرمونو د ادارې مشر جنرال محمد سلیم الماس، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «یو برید کوونکی د کابل په ۱۳مې حوزې کې یوه مسجد ته ننوتی او پر لمونځ کوونکو باندې یې ډزې کړي دي.» آلماس روښانه کړې چې برید کوونکی یو ځانمرګی بریدګر وو. د عامه روغتیا وزارت یوه ویاند ویلي دي چې تر اوسه پورې د پیښې په تړاو ورته د لسو تنو مړي رسیدلي دي. هغه روښانه کړې ده چې دغه شمیر تر دې لوړیدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې عیني شاهدانو بیا له ځایي رسنیو سره په خبره کې د پیښې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر تر ۳۰ لوړ ښوولی دی. هغوی زیاته کړې ده چې نزدي ۵۰ تنه ټپیان شوي هم دي. دغه شمیرې کومي رسمي سرچیني تر اوسه پورې نه دي تایید کړي.

د کابل د پولیسو ویاند عبدالبصیر مجاهد، ویلي دي چې په مسجد کې دننه یوه چاودنه شوې ده خو لا تر اوسه پورې نه ده روښانه چې دا یو ځانمرګی برید وو او که چاودنه د لاسي بم له کبله رامنځ ته شوې ده.

مجاهد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د پیښې له کبله تلفات رامنځ ته شوي. وژل شوي او ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.» هغه زیاته کړې: «موږ لا نه پوهیږو چې څو تنه ټپیان او څو تنه نور وژل شوي.»

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې چاودنه د کابل په لویدیځه برخه کې د امام زمان په مسجد کې رامنځ ته شوې ده چیرې چې ډیر شعیه مسلمانان ژوند کوي. هغه زیاته کړې: «څیړونکې ډله د پیښې ځای ته استول شوې. لا تر اوسه پورې د چاودنې لامل او څرنګوالی نه دی روښانه.»

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو تر دې مخکې دغه شان بریدونه په افغانستان د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش ترسره کړي دي. طالبانو هم په تیرو څو ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خونړي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د یوه ولایت د امنیې قوماندان په ګډون تر ۱۴۰ ډیر کسان ووژل شول.

زموږ له ارشیف څخه: