1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

چارواکي: طالبانو په بادغیس کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژلي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په بادغیس کې د طالبانو په دوو بریدونوکې لږ تر لږه ۱۴ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. طالبانو په وروستیو وختونو کې په دې ولایت کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2wUAC
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: Police Handout

د باغیس د پولیسو مرستیال غلام سرور حیدري، ویلي دي چې ډیرو یاغیانو د دوشنبې په ورځ په آب کمري ولسوالۍ کې د پوځ پر اډو باندې بریدونه کړي او نهه سرتیري یې وژلي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په عین وخت د یاغیانو یوې بلې ډلې په قادس ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز باندې برید کړې او پنځه تنه پولیس یې وژلي دي.

د بادغیس د والی ویاند شرف الدین مجیدي، هم د تلفاتو شمیر تایید کړی دی.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو حیدري یې پړه پر طالبانو باندې واچوله چې په بادعیس ولایت کې فعالیت کوي. دغو جنګیالیو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د یکشنبې په ورځ اسلامي دولت ډلې یوه ځانمرګي برید کوونکي په کابل کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر یوه مرکز باندې برید وکړ او ۵۷ کسان یې ووژل.