1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

چین اوایران: طالبان دي دښځو پر زده کړو او کار بندیز لیري کړي

۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبه

چین او ایران له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لغوه کړي. دواړو هيوادونو د خپلو ولسمشرانو په غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/4NbdU
Besuch von Irans Präsident Raisi in China
انځور: AP/picture alliance

چین ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سفر په پای کې دواړو هيوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د طالبانو له خوا د لګول سویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

په دغه اعلاميه کښې دواړو لورو په نیږدې اقتصادی او سیاسی اړیکو او د بشري حقونو او دیموکراسۍ په ډګر کښې د لویدیځ د معیارونو په ردولو هم ټینګار وکړ.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک تر لاسه کړ، دوی په پرله پسې ډول پر ښځو محدودیتونه وضع کړل او د ټولنې نیمه برخه یې له ټولنیز او عامه ژوند څخه ليرې کړه.

اړوند:امریکا که چین؛ طالبان له کومو هېوادونو سره ملګرتیا کوي؟

د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بندولو سربیره، دغې ډلې په دې وروستیو کې په پوهنتونونو کې د نجونو له زده کړې او ښځې په نادولتي موسساتو کې له کار کولو څخه هم منع کړي دي.

چین او ایران په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي دي: «دواړو لورو د افغانستان پر واکمنانو ږغ وکړ چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې ټول توکمونه او سیاسي ډلې پکې رښتیني ګډون ولري او د ښځو، توکمیزو اقلیتونو او نورو مذهبونو په وړاندې ټول تبعیضي اقدامات لغوه کړي.»

چین او ایران په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین «باید د افغانستان د روان وضعیت مسئول وګڼل سي.»

د ښځو د حقونو غوښتنه د ایران د سخت دریځ شیعه رژیم له خوا د پام وړ اقدام دی، چې له میاشتو راهیسې له پراخو اعتراضونو سره مخ دی.

ولې د اعتراض کوونکو ښځو ترمنځ همږغي نسته؟

دا لاریونونه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هغه مهال پیل سول چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه کردۍ نجلۍ د مذهبي پولیسو یا د ایران د لارښود ګزمې په توقیف کې په مشکوکه توګه مړه سوه.

اړوند:له چین سره د هوايي دهلیز پیل؛ سوداګر وايي ښه عاید به ترلاسه کړي

د ایران د اخندي حکومت تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو لږ تر لږه څلور نارینه اعتراض کوونکي اعدام کړي دي. دا ټول کسان په ډیره چټکۍ او د تړلو دروازو تر شا محاکمه سول.

په دغه ګډه اعلاميه کې د چين او ايران ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا، په منځني ختيځ کې د سولې او عدالت د تامينولو پر هڅو او د اټومي بې وسلې کولو په اړه ټينګار سوی، په داسې حال کې چې تهران د اټومي بم د ترلاسه کولو په هڅه تورن دی.

اړوند:د چین پوځي مانورونه؛ طالبان وايي ښکیل اړخونه دې په خبرو اختلافات حل کړي

د ايران ولسمشر له خپل چينايي سيال شي جين پينګ سره په کتنه کې په هانګ کانګ کې د ډيموکراسۍ د غورځنګ د ځپلو او پر تايوان د چين د ادعا ملاتړ وکړ.

چین او ایران د مسکو تر څنګ ځانونه د امریکا متحدو ایالتونو د قدرت پر وړاندې د مقابل لوري په سترګه ګوري او په اوکراین کې یې د روسیې په یرغل کې له روسیې سره تاکتیکي ملاتړ کړی دی. ایران حتی روسیې ته خپل بې پیلوټه الوتکې ورکړې.

د چین بیجینګ ولسمشر شي او د ایران ولسمشر رییسي
د چین بیجینګ ولسمشر شي او د ایران ولسمشر رییسيانځور: Iranian Presidency/dpa/picture alliance

د چین د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، شي جين پينګ په دې غونډه کې وویل چې چین د خپل ملي حاکمیت د ساتنې په برخه کې د ایران ملاتړ کوي او د یو اړخیزې او جبر پر وړاندې ولاړ دی.

د چين حکومت اعلان کړی چې شي جين پينګ او رئيسي د سوداګرۍ او سيلانيتوب په برخو کې د شلو همکاريو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

دواړو هېوادونو تر اوسه په ۲۰۲۱م کال کې ۲۵ کلن ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی چې پکې د تېلو، صنعت او نورو برخو کې همکاري شامله ده.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

چین د ایران د تېلو ستر پېرودونکی او په دغه هېواد کې تر ټولو لوی پانګوال دی. ایران له کلونو راهیسې د واشنګټن او ځینو لوېدیځو هيوادونو له خوا له اقتصادي او سوداګریزو بندیزونو سره مخامخ دی. په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ په کچه د بانکونو ارتباطي شبکې ته د ایران لاس رسی یې هم  بند کړ.

ژباړه:صفت الله زاهدي 

af/se (AP)